د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو: زما سفر به د هرمز تنګي پر بیرته پرانیستل کیدو او سیمه اییز ثبات پر تضمین متمرکز وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خلیج سیمې ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د امریکا له مهمو متحدینو سره د ایران سره د هوکړه لیک او د هرمز په تنګي کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ په اړه خبرې کوي.

روبیو پدې سفر کې متحده عربي اماراتو، کویټ او بحرین ته سفر کوي. دا هغه هېوادونه دي چې له امریکا سره نږدې اړیکې لري او د ایران سره د څه باندې درې میاشتني کړکېچ او شخړې پر مهال له مهمو امنیتي ننګونو سره مخامخ شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، د روبیو خبرې به د واشنګټن او تهران ترمنځ د تفاهم لیک، سیمه ییز ثبات او د هرمز تنګي له لارې د خوندي او بې خنډه سمندري تګ راتګ د تضمین پر لارو چارو متمرکزې وي.

روبیو د خپل سفر په لومړي تمځای ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان او نورو لوړپوړو چارواکو سره ولیدل. دواړو لورو د ایران سره د هوکړې، سمندري امنیت او د سیمې د پراخ ثبات په اړه خبرې وکړې.

روبیو د متحده عربي اماراتو له ملاتړ څخه مننه وکړه، د وروستیو سیمه ییزو کړکېچونو پر مهال یې د دغه هېواد د زغم او مقاومت ستاینه وکړه، او یو ځل بیا یې د اماراتو د امنیت او دفاع لپاره د واشنګټن پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

روبیو به په بحرین کې د خلیج د همکارۍ شورا له مشرانو سره هم وګوري. په دې سیمه ییز سازمان کې بحرین، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات شامل دي. تمه ده چې په دغو خبرو کې د خلیج سیمې ګډ امنیتي او اقتصادي لومړیتوبونه وڅېړل شي.

پاملرنه د هرمز تنګي د راتلونکي مدیریت پر موضوع هم متمرکزه ده. راپورونه ښيي چې ایران غواړي د عمان او خلیج د نورو هېوادونو سره د دغې لارې د ادارې په اړه سلا مشورې وکړي.

دې موضوع د دې مهمې سمندري لارې پر احتمالي کنټرول او یا د تګ راتګ پر فیس پوښتنې راپورته کړې دي.

د اوسني تفاهم له مخې، بېړۍ کولای شي د ۶۰ ورځو لپاره له هرمز تنګي څخه پرته له فیس څخه تګ راتګ وکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې ناکامې شي او تهران د دغې لارې د محدودولو هڅه وکړي، امریکا به د خپل ترانزیټ فیس د لګولو امکان وڅېړي.

د روبیو دغه سفر وروسته له هغې ترسره کېږي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او ایراني چارواکو د روانې اوونۍ په پیل کې د خبرو لومړنی پړاو بشپړ کړ.

امریکا به همدارنګه ایران ته د بندیزونو ځینې معافیتونه ورکړي چې له مخې یې تهران کولای شي خپل تیل په نړیوالو بازارونو کې په ښکاره ډول وپلوري.

د سیمې مشران به اوس د سفر پایلې په دقت سره څاري چې ایا د دې تفاهم له لارې رامنځته شوی ډیپلوماټیک پرمختګ د خلیج په سیمه کې د لا زیات ثبات لامل ګرځي او که نه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG