د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۸) د وینزویلا مشرانو ته یې خبرداری ورکړ چې متحده ایالتونه به په لوېدیځه نیم کره کې هغه جرمي کړنې و نه زغمي چې امریکایي وګړو ته زیان رسوي، او نه به هم اجازه ورکړي چې دغه هېواد د متحدو ایالتونو د مخالفینو لپاره په یو پلېټفارم بدل شي.
روبیو د متحده ایالتونو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته د وینزویلا په تړاو د واشنګټن د پالیسۍ په اړه د امریکایي سناتورانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په مهال وویل: "په دې کې شک نشته، لکه څنګه چې ولسمشر ویلي دي، که نورې لارې ناکامې شي، موږ د ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې اعظمي همکاري ترلاسه شي، د ځواک کارولو ته چمتو یو."
مارکو روبیو زیاته کړه: "دا زموږ هیله ده چې دې ته اړتیا پیدا نشي، خو موږ به هیڅکله د امریکایي وګړو په وړاندې له خپل مسوولیت او په دې نیم کره کې له خپل ماموریت څخه په شا نشو. "
امریکایي ځواکونو د جنورۍ په درېیمه په یوه پوځي عملیات کې د وینزویلا پخوانی دیکتاتور، نیکولاس مادورو، او د هغه مېرمن، سیلیا فلوریس مادورو، ونیول. دواړه د جنورۍ په پنځمه په نیویارک کې یوې محکمې ته حاضر شول، او د مخدره توکو په قاچاق او د هغو وسلو په لرلو تورن دي چې د متحدو ایالتونو په وړاندې یې کارولې.
د روبیو په وینا، دا عملیات د جګړې معنا نلري.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل: "د وینزویلا په وړاندې هیڅ جګړه نشته، او موږ هیڅ هیواد نه دی اشغال کړی. هیڅ امریکایي سرتېري هلته نشته. دا د قانون پلي کونکو ادارو سره د مرستې یو عملیات و. متحده ایالتونه د نشه يي توکو دوه قاچاقبران ونیول چې اوس په متحدو ایالتونو کې د هغو جرمونو له امله محاکمه کیږي چې زموږ په خلکو یې کړي دي."
روبیو د دې عملیاتو څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې د مادورو پخوانی رژیم د متحده ایالتونو لپاره "یو لوی ستراتیژیک خطر" و، ځکه چې د مارکو روبیو په وینا، مادورو وینزویلا د امریکا د مخالفینو یعنې ایران، روسیه او د چین لپاره د عملیاتو په مرکز بدل کړی و.
مارکو روبیو زیاته کړه چې " په نړۍ کې زموږ درې اصلي مخالفین له همدې ځایه، زموږ له نیم کرې څخه فعالیت کاوه."
روبیو وویل: "دې وضعیت پر موږ، کولمبیا، د کارابین پر حوزې او نورو ډېرو ځایونو جدي اغېز درلود. دا یو داسې وضعیت و چې د زغم وړ نه و، او باید ورته رسېدنه شوې وای، او ورته رسېدنه وشوه."
روبیو ټینګار وکړ چې متحده ایالتونه په وینزویلا کې درې موخې لري – ثبات، بیارغونه او ډیموکراسۍ ته لېږد.
هغه سناتورانو ته وویل: "موږ غواړو د لېږد داسې پړاو ته ورسېږو چې یو دوستانه، باثباته، او سوکاله وینزویلا وي، او یو ډیموکراتیک [هېواد] وي چې په کې د ټولنې ټول عناصر استازیتوب ولري، او ازادې او عادلانه ټاکنې ترسره شي. "
روبیو په استماعیه غونډې کې وویل چې متحده ایالتونو د وینزویلا د تېلو له پلور څخه ترلاسه شوي ډېری عواید، د دې لپاره وکارول چې له سرپرست چارواکو سره مرسته وکړي چې دولتي کارکوونکي او پولیس په دندو کې وساتي.
هغه وویل، متحده ایالتونو د تېلو څخه د ترلاسه شوي ۵۰۰ میلیون ډالرو عوایدو څخه چې پخوا پرې بندیز لګول شوی و، ۳۰۰ میلیون ډالر یې کاراکاس ته ولېږل چې هغوی (سرپرست مشران) وکولای شي دغو اړینو کارکوونکو ته معاشونه ورکړي.
مارکو روبیو زیاته کړه چې پاتې ۲۰۰ میلیون ډالر به د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت په بانکي حساب کې وساتل شي.
د متحدو ایالتونو دغه لوړپوړي ډپلومات وویل چې حکومت یو"لنډمهاله میکانیزم" کارولی چې اجازه ورکړي تحریم شوی تېل د بازار په بیه وپلورل شي او عواید یې د متحدو ایالتونو د پلټنې تر څارنې لاندې یو حساب ته واچول شي چې د وینزویلا د خلکو د ګټې لپاره وکارول شي.
هغه وویل چې د وینزویلا مشران به هره میاشت یوه بودیجوي طرحه وسپاري چې دوی په کومو برخو کې تمویل ته اړتیا لري.
روبیو وویل: "موږ به دوی ته له وړاندې ووایو چې دا پیسې د کومو کارونو لپاره نشي کارول کېدای، او دوی په دې برخېکې ډېره همکاري کړې ده."
د مارکو روبیو په وینا: "په حقیقت کې، دوی ژمنه کړې چې د دغو پیسو یوه لویه برخه به د درملو او تجهیزاتو لپاره وکاروي چې په مستقیم ډول به له متحده ایالتونو څخه وپلوري."
په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینزویلا د ثبات ساتنې په موخه او د دې لپاره چې د هغه هېواد زېرمې د وینزویلا د خلکو په ګټه تمام شي، په وینزویلایي مشرانو به خپل نفوذ وساتي.
د متحدو ایالتونو د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي امریکاغږ ته په یوه برېښنالیک کې وویل: "ولسمشر ټرمپ په وینزویلا کې په سرپرستو چارواکو خپل اعظمي نفوذ ته دوام ورکوي، او پایلې یې بریالۍ دي – هېواد باثباته دی، غیرقانوني مهاجرت بند شوی، د مخدره توکو جریانونه درېدلي، او د تیلو نوی تړون به دواړه د وینزویلا خلکو او د امریکایانو لپاره اقتصادي سوکالي رامنځته کړي. ولسمشر تمه لري چې دا همکاري به دوام ومومي."
ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې د وینزویلا د نویو مشرانو سره همکارۍ ته اشاره کړې. د وینزویلا د سرپرست مشرتابه مشري د مادورو پخوانۍ مرستیاله، ډیلسي روډریګوز، کوي چې اوس د هغه هېواد سرپرسته ولسمشره هم ده.
فورم \ دبحث خونه