د لاس رسي وړ اتصالات

د هرمز د تنګي د پرانستلو هڅې; ملګرو ملتونو ته د یوه پریکړه لیک وړاندیز

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د ایران د جګړې، بهرنۍ پالیسۍ، منځني ختیځ، لاتینې امریکا، واتیکان او د امریکا د تیلو بیو په اړه پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سپینې ماڼۍ خبري کنفرانس کې ملګرو ملتونو ته د سمندري آزاد تګ راتګ او د هرمز تنګي د امنیت ټینګولو په موخه د وړاندې کېدونکي پرېکړه‌لیک په اړه هم خبرې وکړې.

هغه وویل: "د ایران اسلامي رژیم لا هم د نړۍ اقتصاد یرغمل نیولی دی او هڅه کوي د هرمز تنګۍ وتړي، په تنګي کې د کښتیو پر ضد د برید ګواښونه کوي، سمندري ماینونه ږدي څو د کښتۍ چلولو لپاره خطر جوړکړي، او غواړي د نړۍ تر ټولو مهمې سمندري لارې باندې باج واخلي".

هغه زیاته کړه چې متحده ایالتونو د ولسمشر ټرمپ په لارښوونې، له بحرین اود خلیج له شریکانو، سعودي عربستان، متحده عربی امارات، کویټ او قطر سره په ګډه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د یوه پرېکړه‌لیک مسوده وړاندې کړې ترڅو د هرمز تنګي کې د تګ راتګ ازادي خوندي شي.

هغه وویل: "د مسودې پرېکړه‌لیک له ایران څخه غواړي چې بریدونه، ماین اېښودل، او د باج اخیستل ودروي. دا هم غوښتنه کوي چې ایران د هغو سمندري ماینونو شمېر او ځایونه څرګند کړي چې ایښي یې دي او د هغو د لرې کولو په هڅو کې همکاري وکړي او همدارنګه د بشري مرستو د یوه دهلېز د جوړېدو ملاتړ وکړي."

هغه یادونه وکړه چې متحده ایالتونه تمه لري چې دا پرېکړه‌لیک په راتلونکو ورځو کې رایې ته وړاندې شي او د امنیت شورا د غړو او پراخ شمېر متحدینو ملاتړ هم ترلاسه کړي.

هغه وویل: “لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ ویلي او دا په ډاګه شويدي، متحده ایالتونه ټول واک او ځواک په لاس کې لري”

نوموړي د سپینې ماڼۍ د ویاندې کارولاین لیویت پر ځای چې د همدې میاشتې په پیل کې د زېږون په رخصتۍ تللې ده، د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG