د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل: «له ایران سره به بل هېڅ تړون نه وي پرته لدې چې بېقید او شرطه تسلیم شي»
دا په داسې حال کې ده چې امریکایي او اسراییلي ځواکونو بله ورځ هم په ایران کی پر مهمو هدفونو باندې خپلو بمباریو ته دوام ورکړ .
د جګړې په اوومه ورځ، ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې د ایران د راتلونکې په اړه ولیکل چې امریکا او متحدین به یې «پرته له دمې او وقفې کار وکړي څو ایران د تباهۍ له څنډې بېرته راوګرځوي او هغه به له اقتصادي پلوه تر بل هر وخت عظیم، غوره او قوي کړي.»
د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) وویل چې د امریکا ځواکونه ایران کې مهم هدفونه په بمباریو سخت ځپلي، او د توغندیو د توغولو سیمې او پر نورو هدفونو د بریدونو ویډیو یې هم خپره کړیده.
د اسراییلو پوځ وویل چې د جمعې په ورځ یې پر تهران او اصفهان نوي بریدونه ترسره کول.
د اسراییلو دفاعي ځواکونو وویل چې ایران د جمعې په ورځ پر اسراییلو د توغندیو نوي بریدونه ترسره کړل.
د ایران هوايي بریدونو هم متحده عربي امارات په نښه کړل. د دغه هېواد د دفاع وزارت ویلي نهه بالستیک توغندي او ۱۰۹ بېپیلوټه الوتکې یا ډرونونه یې راوغورځولې.
قطر ویلي چې پوځ یې یو ایرانی ډرون چې د العدید هوايي اډې باندې د برید لپاره استول شوی و، شنډ کړی.
ولسمشر ټرمپ وویل چې د حماسي غضب عملیات وروسته له هغې پیل شول چې د ایران رژیم د خپلو اټومي هیلو له پرېښودو انکار وکړ.
فورم \ دبحث خونه