د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د روشنايي غورځنگ دویم سترلاریون


د روشنایي غورځنګ د روان کال د ثور د میاشتې په ۲۷ هم د خپلو غوښتنو لپاره په کابل کې پراخه لاریون کړی وو.
د روشنایي غورځنګ د روان کال د ثور د میاشتې په ۲۷ هم د خپلو غوښتنو لپاره په کابل کې پراخه لاریون کړی وو.

نن سهار د روشنايي غورځنګ په نوم د یو شمیر سیاسي او مدني ټولنېد غړو ګډ ائتلاف، په زرګونو پلویانو له ترکمنستان څخه د بامیان له لارې د وارداتي بریښنا د ۵۰۰ کیلو ولټه مزي د لارې د بدلولو په غبرګونو کې لاریون پیل کړ.

لاریون کوونکو د عدالت،‌ سره یو غږ شۍ چې ازاد شۍ، توتاپ زموږ حق دی، مرګ په تبعیض او ژوندی دې وي روشنايي شعارونو په ورکولو سره د کابل ښار مرکز په لوري حرکت وکړ.

د نن ورځې لاریون وروسته له هغې پیل شو چې ددغه غورځنګ یوه غړي داود ناجي امریکا غږ ته وویل چې د حکومت له استازو سره چې د ولسمشر د اقتصادي چارو سلاکار همایون قیومي او د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی پکې شامل ول، کومې پایلې ته ونه رسیدل.

دا په داسې وخت کې ده چې تیره شپه ناوخته د پخواني ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي او د انسجام د ګوند مشر صادق مدبر چې د روشنايي غورځنګ کلیدي غړي دي، له ننني لاریون سره پریکون اعلان کړ او له حکومت سره د خبرو پلوي کړې ده.

خو د روشنايي غورځنګ یو شمیر لاریون کوونکي وايي چې دوی د ځانګړي قوم استازیتوب نه شي کولای او ددغو لاریون کوونکو په وینا دوی د تبعیض د لیرې کیدو غوښتونکي دي.

که څه هم د روشنايي غورځنګ ویلي‌چې د پښتونستان واټ پورې به لاریون کوي، خو د کابل ګارنیزیون تیر ماښام اعلان وکړ چې د لاریون وروستی ځای د دهمزنګ څلور لارې ده.

په ورته وخت کې د ارګ په ګډون د کابل ښار مرکزي برخو ته غځیدلې لارې د غوي د ۲۷ نیټې په څیر د کانتینرونو په واسطه بند کړای شوي او په اکثره سړکونو کې د موټرو تګ راتګ کم دی او خلک هم په ځینو ځایونو کې په پښو تګ راتګ کوي.

تیره شپه د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش له خلکو وغوښتل چې په ننني لاریون کې ګډون ونه کړي او غوښتنه یې کړې چې شور ماشور دې نه جوړوي.

د روان کال د غوي په ۲۷ نیټه هم دغه غورځنګ په کابل کې پراخ لاریون وکړ چې هغه مهال پکې د هزاره ټبر یو شمیر مشران لکه د ولسمشر پخوانی دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي، د افغانستان د انسجام د ګوند مشر ډاکټر صادق مدبر او نورو مشرانو هم برخه لرله.

که څه هم د روشنایي غورځنګ چارواکو په کابل کې د نامحدودو لاریونونو او د ښار په واټونو کې د پاتې کیدو ګواښ کړی خو دا لا معلومه نه ده چې که لاریون کوونکي د ښار پو واټونو کې پاتې شي د امنیتي ادارو غبرګون به یې پر وړاندې څه وي.

د کابل ګارنیزیون قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي لا دمخه لاریون کوونکو ته ویلي چې د کابل د بریکوټ (دهمزنګ) تر څلورلارې دې خپل لاریون ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG