د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د طالبانو د حکومت د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون نکوو


د کابل د نیولو نه وړاندې د طالبانو مشرانو څو ځله د مسکو په بلنې په غونډو کې ګډون کړی و.
د کابل د نیولو نه وړاندې د طالبانو مشرانو څو ځله د مسکو په بلنې په غونډو کې ګډون کړی و.

سره لدې چې د روسیې د مشرانو جرګې رئیس د همدې اوونۍ په سر کې ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پرانیستلو په مراسمو کې به د دې هیواد د سفیر په کچه چارواکي ګډون ولري خو کرملین نن جمعه سپټمبر ۱۰ (وږي۱۹) ویلي چې پدې مراسمو کې ګډون نکوي.

کرملین دا ندي ویلي چې ولې پدې مراسمو کې ګډون نکوي.

روسیه د نورو اروپایي او ځینو غربي هیوادونو په پرتله د طالبانو سره ښې اړیکې لري. مسکو وړاندې تر دې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیږي، څو ځله یې د دې ډلې استازي د غونډې لپاره وربللي وو.

طالبانو تیره میاشت په کابل کې واک تر لاسه کړ او تیره اوونۍ یې د څو وزارتونو او ادارو لپاره خپله سرپرسته کابینه او رئیسان هم اعلان کړل خو لا یې د خپل حکومت د بڼې او د پرانیستلو د مراسمو په هکله څه ندي ویلي.

سره لدې چې د طالبانو لخوا د کابل د نیول کیدو وروسته یو شمیر هیوادونو په افغانستان کې یا خپل سفارتونه وتړل او یا یې د لنډې مودې لپاره د کابل نړیوال هوایي ډګر ته ولیږدول خو روسیې نه یوازې دا چې خپل سفارت یې ونه تاړه بلکې سفیر یې په کابل کې د طالبانو د مشرانو سره هم وکتل.

د روسیې تر څنګچین، روسیه،‌ پاکستان، ایران او ترکیه یوازیني هیوادونه دي چې په کابل کې یې سفارتونه فعال دي، هغه اقدام چې د افغانستان په نوي حکومت کې هغوی د مستقیم نفوذ زمینه برابروي.

مسکو ویره لري چې ښایي اسلامي جګړه ماران به د افغانستان د لارې د مرکزي آسیا هیوادونو ته لار پیدا کاندي. روسیې د دې کار د مخنیوي او پر ضد یې د چمتوالي لپاره د افغانستان د شمالي ګاونډیو هیوادونو تاجکستان او ازبکستان سره څو نظامي تمرینات وکړل او هم یې په تاجکستان کې پخپلې نظامي اډې کې د پروسونل او پوځي وسایلو شمیر زیات کړ.

روسیې په تازه اقدام کې ویلي چې په تاجکستان کې خپلې نظامي اډې ته ۳۰ نوي ټانکونه د همدې کال تر پایه استوي.

د انټر فاکس خبري اژانس د روسیې د مرکزي نظامي څانګې د ټانکو د قطعې د قوماندان خنیف بیګلوف له قوله لیکلي چې دا نوي ټانکونه به د زړو ټانکونو پر ځای په اډې کې ځای پر ځای شي.

XS
SM
MD
LG