د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه د مسکو د سولې غونډې ته څوک بلل شوي؟


دا د ۲۰۱۹ د فبرورۍ غونډه ده چې د افغانستان په اړه په مسکو کې جوړه شوې وه
دا د ۲۰۱۹ د فبرورۍ غونډه ده چې د افغانستان په اړه په مسکو کې جوړه شوې وه

ټاکل شوې چې د مارچ په ۱۸ (کب ۲۸) مسکو د افغانستان د سولې په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

افغان حکومت ویلي دي چې د غونډې بلنه ور رسېدلې او د ملي امنیت د شورا مشاور حمدالله محب ویلي دي چې د غونډې کچې ته په کتو به خپل استازي ور واستوي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې مرستیالې جلینا پورتر ویلي چې د روسیې غونډه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی "سفیر خلیلزاد به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي".

بلخوا راپورونه وايي چې د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله به سبا چهارشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ د مسکو غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ شي.

همدغه راز ځینې سرچینې وايي چې په دغه ناسته کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، عبدالرشید دوستم، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، ګلبدین حکمتیار او کریم خلیلي هم ګډون کوي.

ویل کیږي چې د افغانستان د مشرانو جرګې استازي هم په غونډه کې ګډون کوي.

تیره ورځ په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم ویلي وو چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ به د هغوی یو لس کسیز طالب پلاوی هم دغې غونډې کې ګډون کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د مسکو غونډه د قطر د سولې د پروسې بدیل نه دی، بلکې تکمیل کوونکې ده.

له دې سره هم مهاله د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي په قطر کې د طالب استازو سره تر لیدنې وروسته تېره ورځ په کابل ک له ولسمشر محمد اشرف غني او مصالحې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره جکتلي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد ولسمشر غني ته د خپلو سفرونو او وروستیو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي. خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG