د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه کې ملکي الوتکه غورځیدلې، مساپر یې ټول مړه دي


د روسیې ولسمشر د دغې پېښې له کبله سوچي‌ ته خپل سفر ځنډولی دی
د روسیې ولسمشر د دغې پېښې له کبله سوچي‌ ته خپل سفر ځنډولی دی

د روسیې د ترانسپورت وزیر وايي په غورځېدلې الوتکې کې ښايي یو کس هم ژوندی پاتې نه وي.

د انتونوف-۱۴۸ مسافر وړونکې الوتکه د یکشنبې په ورځ (فبروري۱۱) په مسکو کې د دومودیوفو له هوايي ډګر والوته چې بیا یې له رادار سره اړیکه پرې شوه.

په الوتکه کې ۶۸ مسافر او شپږ کارکوونکي او عمله سپاره وو.

د ترانسپورت وزیر ماکسیم سولوفو وویل چې شواهد او د پېښې ټولو اړخونو ته په کتو ویلي شي هېڅوک هم په دغې پېښې کې ژوندی نه دی پاتې.

الوتکه د روسیې-قزاقزستان پولې ته نژدې د اورسک ښار ته رونه وه چې ولویده، چارواکي وایي ټول ماسفر د همدغه ښار وو.

ټاکل شوې چې ولسمشر ویلاديمیر پوتین سوچي‌ ته ولاړ شي خو د دغې پېښې له کبله یې سفر وځنډوه.

په پام کې وه چې ښاغلي پوتین د فلسطینیانو له مشر محمود عباس سره وویني.

XS
SM
MD
LG