د لاس رسي وړ اتصالات

مدوېدوف:د روسیې د عملیاتو هدف د داعش ماتول دي


د روسيې جنگي جت الوتکه د سوریې له یوې هوايي اډې نه د پرواز په مهال، دا انځور د روسیه د دفاع وزرات ویب پاڼې نه اخیستل شوی
د روسيې جنگي جت الوتکه د سوریې له یوې هوايي اډې نه د پرواز په مهال، دا انځور د روسیه د دفاع وزرات ویب پاڼې نه اخیستل شوی

د روسیې د انترفاکس خبري اژانس ویلي چې روسي الوتکو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ٣٩ پروازونه کړي دي او د داعش ٥١ هدفونه یې بمبارد کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د انترفاکس له قوله وایي چې روسي الوتکو په حما، لازقیه، دمشق، او حلب کې داعش باندې بمبارد کړی دی.

د روسیې صدراعظم دیمتري مدوېدوف د شنبې په ورځ د 'روسیه' تلویزیون سره په مرکه وویل چې د مشرتابه په هکله پرېکړه د سوریې په خلکو پورې اړه لري چې د داعش لاس پکې نه وي.

ښاغلي مدوېدوف زیاته کړه "سیاسي مسلې دقیقاً هغه څه دي چې باید روسیه، متحده ایالات، او هغه ټول نور هېوادونه خبرې پرې وکړي چې په دې سیمه او سوریې کې امنیت او یو قوي حکومت رامنځ ته کول غواړي. دا فرق نکوي چې څوک به یې مشري کوي، خو مونږ نه غواړو چې داعش دې په سوریه کې واکمن وي، تاسو یې غواړئ؟ هلته باید یو مشروع او ملکي حکومت جوړ کړل شي."

ښاغلي مدوېدوف د روسیې دولتي تلویزون سره په یوې بلې مرکې کې متحده ایالاتو باندې نیوکه وکړه چې د روسیې او سوریې سره یې خبرې رد کړي دي.

د متحده ایالاتو جمهور ریس بارک اوباما د جمعې په ورځ په سوریه کې د روسیې د پوځي کمپاین په هکله ویلي و "دا به گټور تمام نشي ځکه چې هغوی هڅه کوي د هغه رژیم ملاتړ وکړي چې د سوریې د اکثریت خلکو په سترگه یو غیر مشروع حکومت دی."

د جگړې سیاسي حل

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر د شنبې په ورځ د سوریې د جگړې د سیاسي حل لپاره خپله غوښتنه یو ځل بیا تکرار کړله او وېویل چې د قوې نه کار اخیستل به مناسب نه وي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل "زه باور لرم چې مونږ کولای شو یوازې هغه مهال بریالي شو چې په تاوتریخوالي باندې اتکا ونکړو. مونږ هغه مهال بریالي کیدای شو، که چېرې واقعبینه ووسو او په دې پوه شو چې د داعش په وړاندې د قوې نه کار اخلو خو د سوریې د جگړې حل د جگړې په ډگر کې نشو موندلی."

د سوریې د دولتي تلویزون په وینا سوریایي عسکر د حزب الله او ایراني جنگیالیو په ملاتړ د شنبې په ورځ په خپلو بریدونو کې پرمختگ کړی او د حلب ښار شاو خوا کې یې ځینې سیمې د داعش نه نیولي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل چې ټول هیوادونه باید په سوریې او سیمې کې د ترهگرۍ او افراطیت په وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي.

ښاغلي ظریف په دې هکله وویل"مونږ په سوریې کې د روسیې اقدامات تائیدوو چې د داعش د ترهگرۍ ډلې په وړاندې مبارزه کوي. مونږ باور لرو چې ټول د داعش په وړاندې د جگړې په پروسې کې کولای شي حضور ولري. دا ټولو هیوادونو ته ډیره ضروروي ده چې په دې جدي او منطقي جگړې کې شتون ولري."

د روسیې ځینې هوایي بریدونه پر هغو ډلو باندې هم لگیدلي دي چې د داعش سره تړاو نلري خو د بشارالاسد مخالفین دي او د متحده ایالاتو له خوا یې ملاتړ کیږي.

ملگري ملتونه وایي د سوریې په جگړه کې تر اوسه څه دپاسه ٢٥٠ زره خلک وژل شوي او په میلیونه نور د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG