د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او اروپا د بندیزونو باوجود روسیې او افغانستان د سوداګرۍ د پراخولو تړون لاسلیک کړ


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مهمند دا تړون په روسیه کې لاسلیک کړی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مهمند دا تړون په روسیه کې لاسلیک کړی.

پداسې حال کې چې روسیه او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو د جدي اقتصادي بندیزونو سره مخ دي خو مسکو او کابل تازه د سوداګرۍ د پراخولو تړون لاسلیک کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګرۍ همکارۍ شورا دا تړون په همدې روانې اوونۍ کې د روسیې د سینټ پیټسبرګ په ښار کې لاسلیک کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ادارې مرستیال محمد یونس مهمند چې دا تړون یې د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګرۍ همکارۍ د شورا مشر دمیترې انتانوف سره لاسلیک کړ، وایي "غواړو چې د سوداګرۍ دوه اړخیزې اړیکې او آن سمیه ایز صادارت او واردات قوي کاندو".

ښاغلي مهمند امریکا غږ ته وویل چې روسیه دیته لیواله ده چې سیمه ایزه سوداګري پراخه شي او له همدې کبله یې د سینټ پیټسبرګ په ښار کې د اقتصادي فورم په یوې فرعې غونډې کې د ایران سره هم اوږدمهال تړون لاسلیک کړ.

هغه زیاته کړه، " په حقیقت کې بندیزونه مونږ ربرړوي خو لاس تر زنې نشو کښیناستلی چې یوازې وګورو".

د روسیې او طالبانو په شان د ایران اسلامي جمهوریت هم د جنجالي اتومي پروګرام او د دې تور له کبله چې په منځني ختیځ کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، د کافي زیاتې مودې راهیسې د امریکا د اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.

د افغانستان دې چارواکي د روسیې سره د سوداګرۍ دا تړون غیر سیاسي وباله خو زیاته یې کړه چې د تطبیق کیدو لپاره یې د روسیې او طالبانو د حکومت ملاتړ شرط دی. ښاغلي مهمند امریکا غږ ته دا هم وویل چې ښایي ډیر ژر د طالبانو یو پلاوی مسکو ته ولاړ شي چې د دې تړون د تطبیق کیدو لپاره عملي لاري چارې ولټوي.

په واشنګټن کې د روسیې سفارت ددې تړون په هکله د امریکا غږ پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

طالبان نږدې لس میاشتې کیږي چې په افغانستان کې واک ته رسیدلي او نه د روسیې په ګډون د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې تر اوسه ددې ډلې حکومت په رسمیت ندی پیژندلی خو مسکو د طالبانو دپلوماتانو ته باور لیکونه ورکړي او هم یې په کابل کې خپل سفارت ندی تړلی.

د دې تړون له مخې به افغانستان د روسیې څخه غنم او تیل په ارزانه بیه واردوي. ښاغلي مهمند پدې هکله وویل، " مونږ هره میاشت ۱۵۰ زره ټنه سون موادو ته اړتیا لري او باید د روسیې څخه ۲ ملیونه ټنه غنم هم وارد کړو".

XS
SM
MD
LG