د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش: روسیه او اوکراین د غله جاتو د صادریدو هوکړې ته نږدې شوي


روسیې او اوکراین د چهار شنبې په ورځ جولای ۱۳ (چنګاښ ۲۲) په نړۍ کې د خوراکي موادو د کړکیچ د کمیدو په هدف په خپلو خبرو کې واقعي پرمختګ وکړ.

دا د مارچ میاشتې راوروسته لومړی ځل دی چې د دواړو هیوادونو چارواکي په ترکیه کې سره ګوري او د غونډې هدف دادی چې د تور سمندرګي له لارې د غله جاتو د صادراتو د بندیدو وروسته په نړۍ کې د خوراکي توکو د کموالي کړکیچ کم شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وویل دې خبرو "د بشر د رنځ او درد د کمیدو او په ټوله نړۍ کې د لوږې د کمیدو هیله رامنځ ته کړې ده."

خو نوموړي خبرداری ورکړ په داسې حال کې چې خوشبین دی خو توافق" تر اوسه په بشپړ ډول ندی شوی."

په دې غونډه کې چې په استانبول کې جوړه شوه او د ملګرو ملتونو او ترکیې چارواکو هم پکې برخه درلوده له دریو ساعتو بحث وروسته په دې توافق پای ته ورسیده چې راتلونکې اوونۍ به بیا په ترکیه کې ویني.

اوکراین د غنمو، جوارو او وربشو په شان غله جاتو مهم صادرونکی دی او د نړۍ د لمر ګلو کابو نیمایي غوړي صادروي. خو دغه صادرات د روان کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې د برید وروسته خنډ سره مخ شوي دي.

د ترکیې دفاع وزیر اشاره وکړه چې کیدای شي وروستی توافق د خبرو په راتلونکې پړاو کې اعلان شي.

هولوسي اکار په یوې بیانیه کې وویل:" په دې غونډه کې چې موږ یې راتلونکې اوونۍ جوړو، پر ټولو جزیاتو به یو ځل بیا کتنه وشي او کوم کار چې موږ کړی، لاسلیک به شي."

د فرانسې خبري آژانس لیکلي، د نړۍ د غله جاتو د تولید په یوې مهمه سیمه کې د جګړو له امله په افریقا او نورو بیوزلو هیوادونو کې په میلیونونه کسان د لوږې له خطر سره مخ دي.

له ټول تور سمندرګي څخه د غله جاتو صادرات هم د روسیې د جنګي بیړیو او هم د هغو مایونو له امله چې اوکراین خښ کړي، بند شوي دي.

کیف له ترکیې څخه غوښتي دي‌ چې له ماینونو څخه لیرې، پر غله جاتو بار د هغه هیواد د بیړیو له خوندي وتلو سره مرسته وکړي.

کارپوهان وایي له ماینونو څخه د تور سمندرګي پاکول یو ستونزمن ماموریت دی چې کیدای شي میاشتې وخت ونیسي او دا په نړۍ کې د خوراکي‌ موادو کړکیچ ته د رسیدګي لپاره ډیر اوږد وخت دی.

د ناټو غړی هیواد ترکیه له دواړو کیف او کرملن سره د خپلو ښو اړیکو څخه په استفاده هڅه کوي چې د غله جاتو د خوندي صادردیو په برخه کې یو توافق ته زمینه مساعده کړي.

ترکیه وایي ۲۰ بیړۍ یې په سیمه کې دي او کیدای شي ډیر ژر په غله جاتو بار او د نړۍ مارکیتونو ته ولیږدول شي.

XS
SM
MD
LG