د لاس رسي وړ اتصالات

اتریش د روسي دېپلومات د ایستلو اعلان کړی؛ مسکو دا اقدام زیان رسونکی ګڼلی


د اتریش د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د روسي دېپلومات "چلند له ویانا کنوانسیون سره سمون نه درلود".

د اتریش چارواکو په هغه هېواد کې د روسیې یو دېپلومات د "ویانا کنوانسیون" په ماتولو تورن کړی دی.

د ویانا د کنوانسیون له مخې د دېپلوماتانو امتیازات او خوندیتوب تنظیم کېږي.

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ، اګست ۲۳مه (وږی ۳مه) ویلي چې د روسي دېپلومات "چلند له ویانا کنوانسیون سره سمون نه درلود".

خو ویاند د حکومت د پرېکړې په اړه زیات جزئیات ندي ورکړي.

په اتریش کې د روسیې سفارت په یو ټویټ کې د خواشینۍ له ښودلو سربېره، د اتریش د حکومت پرېکړه "بې بنسټه" بللې ده. ټویټ کې راغلي چې دغه اقدام د روسیې او اتریش ترمنځ "رغنده اړیکې" زیانمنوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د اتریش حکومت د روسیې له دېپلومات څخه غوښتي چې د سپټمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دې له هېواد څخه ووځي.

دا پداسې حال کې دي چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم د اګست په ۱۹مه وروسته له هغه د یو روسي ډیپلومات د ایستلو پریکړه وکړه چې په اوسلو کې یو نارویژی تبعه د جاسوسۍ په تور ونیول شو.

د ناروې پولیسو ویلي وو چې دا کس روسي دیپلومات ته چي ویل کېږي د استخباراتو یو افسر دی په غیر قانوني ډول د معلوماتو په انتقالولو تورن و.

XS
SM
MD
LG