د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: په تاجکستان کې د خپلې اډې وړتیا پیاوړې کوو


د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې په تاجکستان کې د خپلې پوځي اډې وړتیاوی غښتلې کوي او د تاجیکستاني سرتیرو پوځي روزنې زیاتوي.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو چې د شانګهای د همکاریو د سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د تاجیکستان مرکز دوشنبه ښار ته تللی د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۸ (زمري ۶) د افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې وضعیت سخت په خرابیدو دی.

مسکو اندیښمن دی چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به دا هیواد د ترهګرو ډلو په ځاله بدل شي. په ځانګړې توګه روسیه د هغه څه څخه چې په افغانستان کې د داعش د ډلې "ورځ تر بلې قوي کیدل" ګڼي، اندیښنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي شیګو وویل د اسلامي دولت د ډلې یو شمیر جنګیالي د سوریې، لیبیا او څو نورو هیوادونو څخه افغانستان ته تللي دي. د روسیې دولتي اژانس د ښاغلي شیګو له خولې لیکلي، "هغه څه چې ډیر د اندیښنې وړ دي په ځینو برخو کې کولای شو ووینو چې دغه تحرکات [د داعش جنګیالي] په جدي توګه سازمان شوي."

د روسیې د دفاع وزیر د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونه وتل "په بیړه" وبلل او وویل چې روسیه د تاجیکستان پوځي منسوبین په تاجیکستان کې میشت د روسیې په تاسیاتو او مرکزونو کې روزي.

پدې ترڅ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر ۹۵ فیصده بشپړ شوی او ټاکل شوې چې دغه بهیر د اګست د میاشتې تر پایه بشپړ شي.

ښاغلي شیګو وویل: "هر هغه څه چې د پوځي زده کړې لپاره اړتیا وي، برابروو. زیاته پاملرنه [په تاجیکستان کې] زمونږ د اډو د محاربوي وړتیاو لوړولو ته او [د افغانستان نه تاجیکستان ته] د یاغیانو د احتمالي نفوذ دفع کولو اړوو."

ټاکل شوې چې د تاجیکستاني او روسي پوځیانو ګډ تمرینونه د اګست له پنځمې څخه تر لسمې پورې د افغانستان-تاجیکستان پولې ته نژدې وشي. ویل شوي چې په دغو تمرینونو کې څه دپاسه ۱۰۰۰ روسي او په زرګونو تاجیکستاني سرتیري برخه اخلي.

وروسته له هغې [ې طالبانو د افغانستان په شمال کې څو ولسوالۍ چې د تاجیکستان سره ګډه پوله لري ونیولې د تاجیکستان د دفاع وزارت د پولې د ساتلو لپاره شاوخوا ۲۰ زره احتیاط عسکر ځای په ځای کړل.

د جولای میاشتې په لومړیو کې د طالبانو یو پلاوی روسیې ته لاړ او ډاډ یې ورکړ چې په افغانستان کې ددې ډلې پرمختګ روسیه او په مرکزي اسیا کې د هغې متحدین نه ګواښي.

XS
SM
MD
LG