د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې ادعا: د اوکراین د ماریوپول ښار ونیول شو، ختیځ لور ته جګړه سختوو


روسیې جمعه مې ۲۰ (غوایي۳۰) ادعا وکړله چې د اوکراین جنوبي بندري ښار ماریوپول وروسته تر هغه په بشپړه توګه ونیول شو چې د اوسپنې په کارخانې کې کلابند شوي ټول اوکرایني سرتیري او مدافعین تسلیم شول.

د روسیې د دفاع وزارت د یوې اعلامیې له مخې د دفاع وزیر سرګې شویګو جمهور رئیس ولادمیر پوتین ته خبر ورکړی چې د ازوفستال د اوسپنې کارنه او د ماریوپول ښار "په بشپړه توګه آزاد" شول.

خو د اوکراین چارواکو تر اوسه دا نده تائید کړې چې د ماریوپول ښار دې په بشپړه توګه د روسیې تر کنټرول لاندې راغلی وي.

روسي ځواکونو نږدې درې میاشتې کیدې چې د اوکراین دا بندري ښار یې بمبارد کاوه. دا ښار تقریباً په کنډواله بدل شوی او داسې ویره شته چې هلته ښایي په هوایي بمباریو کې څه باندې ۲۰ زره ملکیان وژل شوي وي.

خو پدې ښار کې د ازوفستال د اوسپنې کارخانه د روسیې د یرغل په مقابل کې د مقاومت په یو سمبول بدله شوې وه. اوکرایني سرتیرو او مدافعینو څو اوونۍ په همدې کارخانې کې پناه اخیستې وه او د روسیې د ځواکونو په خلاف یې جګړه کوله.

خو وروسته د اوکراین چارواکو دې ګارنیزیون ته د جګړې بندولو امر وکړ او د هغوي د ژغورلو عملیات یې پیل کړل.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د اوسپنې د دې کارخانې څخه شاوخوا ۲ زره اوکرایني سرتیري تسلیم شوي خو د تسلیم شویو سرتیرو کره شمیره لا هم نده معلومه.

د ماریوپول ښار د نیولو د ادعا تر څنګ روسیې ویلي چې د اکراین ختیځ لوري ته یې جګړو ته زور ورکړی.

اوکرایني چارواکو ویلي چې روسیې د دونیڅک او لوهانسک سیمې په هاوان توغندیو، راکټ لانچرونو او الوتکو بمبارد کړي او د خلکو د اوسیدو ځایونه یې ویجاړ کړي او عام خلک یې وژلي خو روسیي چارواکو تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي.

په همدې حال کې د اوکراین جمهور رئیس د دونباس په سیمه کې چې لوهانسک او دونیڅک هم پکې راځي وضعیت "دوزخ" وباله او د روسیې په ځواکونو یې تور ولګاوه چې هر څومره امکان ولري غواړي اوکراینیان ووژني او دا هیواد ویجاړ کړي.

XS
SM
MD
LG