د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د امریکا یو پخوانی عسکر د جاسوسۍ په تور ۱۶ کاله بندي کړ


پاول ویلان په ۲۰۱۸ کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی و
پاول ویلان په ۲۰۱۸ کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی و

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې له لوري په ۱۶ کلونو د امریکا د سمندري ځواکونو د یو پخواني سرتېري زنداني کول غندلي دي‌.

په روسیې کې یوې محکمې د امریکایي د سمندري ‌ځواکونو یو پخوانی سرتیری پاول ویلان امریکا ته د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کلونو بند محکوم کړی دی.

د نوموړي محکمه علني نه وه او پټه وه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې محکمه عادلانه نه وه. محکمه د دوشنبې په ورځ جون ۱۴(غبرګولي۲۵) وشوه.

په روسیې کې د امریکا سفیر جان سولیوان د دغه سرتیري له محکمې وروسته خبریالانو ته وویل: "په محکمه کې داسې اسناد وړاندې نشول چې ویلان دې مجرم ثابت کړي.‌ هغه باید ژر تر ژره خوشې شي. د هغه محکومول په عدالت باندې ملنډې وهل دي."

ښاغلي سولیوان دا محکمه د بشري حقونو د اساساتو خلاف وبلله. هغه وايي‌ چې په دغه کار سره به د واشنګټن-مسکو ترمنځ ترینګلي روابط لا زیانمن شي، خو زیاته یې کړه چې په دې اړه به د دواړو خواوو ترمنځ خبرې روانې وي.

پاول په ۲۰۱۸ کې په روسیه کې د جاسوسۍ په تور ونیول شو
پاول په ۲۰۱۸ کې په روسیه کې د جاسوسۍ په تور ونیول شو

د رویټرز خبري اژانس وایي چې امریکايي سرتیری ویلان د امریکا، برتانیا، کاناډا او ایرلنډ پاسپورتونه لري او د روسیې د فدرال امنیتي څانګې د ۲۰۱۸ د ډسمبر په میاشت کې په یو هوټل کې ونیوه.

د روسیې چارواکي وايي له دغه ۵۰ کلن پخواني سرتېري سره یې د کمپیوټر یو فلش نیولی دی چې مهم او پټ معلومات په کې دي. خو ښاغلی ویلان وايي چې دا فلش ورته یو روسي ملګري ورکړی و او فکر یې کاوه چې په فلش کې به د رخصتیو د مېلې او تفریح تصویرونه وي.

د ویلان مدافع وکیل وايي چې موکل ته یې د نیول کېدو پر مهال ویل شوي وو چې هغه به د یو روسي سره چې په امریکا کې نیول شوی، تبادله شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې امریکا ته یې د بندیانو د تبادلې ډېر وړاندیزونه کړي دي او لا هم په دې اړه کار روان دی.

د مسکو ښاري محکمه وايي چې پاول ویلان به په یو امنیتي‌ زندان کې ساتل کیږي.

XS
SM
MD
LG