د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو هغه خبریاله نیولې چې اوکراین باندې یې د روسیې په یرغل اعتراض کړی و


په روسیې کې پولیسو یکشنبه جولای ۱۷ (چنګاښ۲۶) خبریاله مارینا اووسیانیکوا چې په اوکراین د روسیې په یرغل د اعتراض څرګندولو په خاطر یې د تلویزیون یوه خپرونه چې په مستقیمه توګه خپریده، د لنډې مودې لپاره وځنډوله، نیولې ده.


سره لدې چې په روسیه کې کوم چارواکي په رسمي توګه تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي خو د میرمن اووسیانیکوا مدافع وکیل ویلي چې پولیسو هغه نیولې ده.

د هغې ځینو ملاتړ کوونکو هم په ټیلګرام کې لیکلي چې "مارینا نیول شوي او معلومه نده چیرته ده".

تر نیول کیدو څو ورځې وړاندې دې ۴۴ کلنې میرمنې د کرملین ماڼۍ سره نږدې په یوازې توګه مظاهره وکړه او په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په یرغل یې انتقادونه کول.

په ټیلګرام کې درې داسې انځورونه هم خپاره شوې چې دوه پولیس افسران دا خبریاله پداسې حال کې نیسي او په موټر کې یې اچوې چې هغه په بایسکل روانه وه.
د اووسیانیکوا مدافع وکیل دمیترې زخواتوف هم خبري اژانسونو ته د خپلې مؤکلې نیول کیدل تائید کړي او دا یې هم ویلي دي چې خبر ندی هغه چیرته ده.

ښاغلي زخواتوف ویلي، " زه فکر کوم چې د هغې نیول کیدل په یو ډول نه په یو ډول د هغې د مظاهرې د کړنې سره تړلي دي".
دا خبریاله چي د روسیي د (یو تلویزیون) سره یي کار کاوه، د مارچ په میاشت کې د ماښامنۍ خبرې خپرونې پر وخت چې مستقیماً خپریدله، یو د یوې لوحې سره راڅرګنده شوه چې په انګریزي ژبه پکې لیکل شوي و، " جګړه نه".

دي خبریالې همدارنګه د جمعې په ورځ په ټیلګرام کې خپل هغه انځورونه خپاره کړله چې د کرملین مخې ته ولاړه وه او د اوکراین په جګړې کې د وژل شویو ماشومانو انځورونه ورسره و او جمهور رئیس ولادمیر پوتین ته یې د قاتل خطاب کاوه.

د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل وروسته د روسیې د خپرونو د څارنې ادارې روسكومنادزور (Roskomnadzor) ټولو رسنیو ته امر وکړ چې د اوکراین د جګړې په اړه یواځې هغه معلومات او شمیرې خپرې کړي چې ددې هیواد د مقاماتو له لورې برابریري.

دغې ادارې همداشان له رسنیو غوښتي چې پر اوکراین باندې دروسیې پوځي یرغل "ځانګړي پوځي عملیات" وګڼي نه جګړه او تجاوز.

د روسي مقاماتو د دغو اوامرو په غبرګون کې ډیرو رسنیو د سرسختو مقراراتو د منلو پر ځای تصمیم ونیو چې خپل فعالیت وځنډوي.

کرملین د ازادې اروپا رادیو/ رادیو ازادي په ګډون په هغه هیواد کې د یو شمیر بهرنیو رسنیو فعالیتونه هم بند کړي دي.

XS
SM
MD
LG