په جرمني کې د شپیګل اوونیزې مجلې په راپور کې ویل شوي چې د روسیې د یو دیپلومات مړی په برلین کې د مسکو د سفارت نه د باندې په پیاده رو کې پیدا شوی.
په راپور کې ویل شوي چې پولیسو د دې دیپلومات مړی د تیرې میاشتې په ۱۹ تر لاسه کړی و.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې پدې قضیې خبر دي خو پدې هکله یې نور جزیات ندي ورکړي.
په همدې حال کې د شپیګل مجلې په برلین کې د مسکو د سفارت له قوله ویلي چې د دیپلومات مرګ "خواشیونکې پیښه" ده خو ویلي یې دي چې د اخلاقي دلایلو پر بنسټ پدې هکله تبصره نکوي.
دا دیپلومات ۳۵ کلن ښودل شوی او د شپیګل مجلې ویلي چې د مسکو په سفارت کې دویم سکرتر و. مجلې همدارنګه ویلي چې د جرمني چارواکي پدې باور دي چې دې دیپلومات د روسیې د استخباراتو فدرالي ادارې (FSB) سره هم کار کاوهخ.
په جرمني کې امنیتي سرچینو د شپیګل مجلې ته ویلي چې تر اوسه نده معلومه دغه روسی دپلومات څنګه په پیاده رو کې غورځول شوی او د هغه د مرګ علت هم ندی معلوم. مجلې همدرانګه ویلي چې د روسیې سفارت د عدلي طب د معایناتو سره هم مخالفت ښودلی.
د مسکو سفارت په یوې اعلامیې کې چې دانټرفاکس خبري اژانس خپره کړې ویلي چې د دیپلومات د " جسد د لیږد لپاره ټول اړوند رسمیات د جرمني د قانون د تطبیق او طبي ادارو سره په سمدستي توګه حل شویدي".
داسې ویل کیږي چې دا دیپلومات د روسیې د استخباراتو د فدرالي ادارې د دویم ریاست د جګپوړي چارواکي خپلوان هم و.
د لویدیځو هیوادونو استخبارات وایي چې همدې ریاست په ۲۰۱۹ کال کې د جرمني د برلین په ښار کې د ګرجستان د یو تبع په وژلو کې لاس درلود.