د روسیې د دفاع وزارت وایي ددې هیواد د دفاع وزیر سرګي شویګو د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم اول) د ناټو د څو هیوادونو د دفاع وزیرانو سره په نادره ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین په اړه خبرې وکړې.
د دغه وزارت په وینا، سرګي شویګو او د فرانسې د دفاع وزیر سبستاین لیکورنو "د اوکراین پر وضعیت، چې د لا زیاتې بې کنټروله کیدو په لور روان دی"، خبرې کړي دي.
همداشان د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ د روسیې د دفاع وزارت وویل چې ښاغلي شویګو له خپل ترکي سیال هولوسي اکار او د انګلستان د دفاع وزیر بن والس سره هم تلیفوني خبرې وکړې.
په دریو واړو تلیفوني خبرو کې، شویګو "د اوکراین له خوا د یو ناوړه بم په کارولو سره د احتمالي پارونې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده."
د بریتانیا د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې والس هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې لویدیځو هېوادونو د اوکراین د جګړې په پراخولو کې مرسته کړې او خبرداری یې ورکړی چې "دا ډول تورونه باید د لا زیاتې جګړې د پلمې په توګه ونه کارول شي".
بریتانیې ویلي چې دا تلیفوني خبرې د روسیې په غوښتنه شوې دي.
د روسیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۱ (تلې ۲۹) په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټین سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د مسکو او واشنګټن ترمنځ په دغو نادره خبرو کې "د اوکراین د وضعیت په ګډون د نړیوال امنیت پر مهمو مسایلو خبرې شوې دي". خو د آسټین سره د جمعې د ورځې په خبرو کې د اوکراین له لورې د "ناوړه بم" د استعمال موضوع نه وه یاده شوې.
دا له هغه وخت راهیسې چې روسیې د فبرورۍ په ۲۴ مه پر اوکراین پوځي یرغل کړی، د شویګو او آسټین ترمنځ دویمه تلیفوني اړیکه وه.