د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه ۱۳۰ زره کسان د عسکرۍ خدمت ته جلبوي


د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دمیترې میدویدیف د سرتیرو روزنې یو مرکز کې د معاینې پر مهال لیدل کیږي.
د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دمیترې میدویدیف د سرتیرو روزنې یو مرکز کې د معاینې پر مهال لیدل کیږي.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین غوښتي دي چې د سږ کال په مني کې ۱۳۰۰۰۰ کسان د نظامي خدمت لپاره جلب کړي.

په یو تازه سند کې چې جمعه سپټمبر ۲۹ (تلې۷) د روسیې په حکومتي ویب سایټ کې خپور شوی د عسکرۍ د خدمت لپاره د عمر اندازه هم د ۲۷ څخه دیرشو کالونو ته لوړه شوې.

د روسیې ولسي جرګې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جولای په میاشت کې د عسکري خدمت لپاره د عمر اندازې لوړیدل منظور کړل او ټاکل شوې چې د راتلونکي ۲۰۲۴ میلادي کال د جنوري د میاشتې څخه وروسته یې عملي کیدل پیل شي.

ښاغلي پوتین د همدې روانې میاشتې په سر کې ویلي و چې د اوکراین سره د اوږې جګړې لپاره چمتوالی نیسي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړ خو د دې هیواد ځواکونه پدې ونه توانیدل چې کیف ونیسي او په ځواب کې د اوکراین ځواکونو د ځینو سیمو د بیرته نیولو لپاره د روسیې په خلاف د ځوابي بریدونو عملیات پیل کړ.

د روسیې د قانون له مخې ټول هغه کسان چې عمرونه یې اتلسو کالونو ته رسیږي، باید یو کال په پوځ کې خدمت وکړي.

د روسیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ ویلي چې ټاکل شوې د جلب او جذب پروسه د راتلونکې اکټوبر میاشتې په لومړۍ نیټې د روسیې په ټول فدراسیون کې پیل شي.

دې وزارت همدرانګه ویلي چې دا پروسه به په غیر قانوني توګه د اوکراین څخه په نیول شویو سیمو کې هم عملي شي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې د لوهانسک، دونیڅک، زاپوریژیا او خیرسون سیمې وروسته تر هغه په رسمي توګه د خپلې خاورې سره یو ځای کړلې چې په اصطلاح ټول پوښتنه یا ریفرنډم یې پکې وکړ.

اوکراین او غربي هیوادونو دا ریفرنډم تش په نامه بللی. روسیې په ۲۰۱۴ کې د اوکراین کرایمیا سیمه هم د ځآن سره یو ځای کړله.

روسیې تیر کال اعلان کړی و چې پلان لري خپل رسمي او خدمتي محاربوي ځواکونه ۳۰ په سلو کې ډیر کړي او ټول شمیر یې ۱.۵ ملیون ته ورسوي خو دا پلان ځکه ګران شوی چې ددې هیواد ځواکونو ته د اوکراین په جګړې کې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېر کال په سپټمبر کې، د پوځیانو د جلب جذب اعلان وکړ چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په هغه هیواد کې بې ساری و.

سربیره پردې، مسکو د هیواد د نظامي ځواکونو په لیکو کې د شاملیدو لپاره یو پراخ کمپاین پیل کړی او د امتیازاتو او هڅونې په ورکولو سره یې روسان هڅولې چې په اردو کې خدمت وکړي.

د روسیې حکومت د ویډیوګانو په خپرولو، د لوحو په لګولو او په حماسي شعارونو سره خلک هڅوي چې د پوځي ځواکونو په لیکو کې شامل شي.

روسي مقاماتو دا نه دي ویلي چې څومره کسان د هېواد د وسله والو ځواکونو په لیکو کې استخداموي، خو د بېلابېلو سرچینو اټکلونه ښيي چې مسکو د ۴۰۰ زرو نویو رضاکارانو د استخدامولو په لټه کې دی.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو تېر کال ویلي و چې د دغه هېواد د پوځ شمېر به ۱.۵ میلیونو ته لوړ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG