د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: د روسېې په انتخاباتو کې نیمگړتیاوې ډیرې وې


دروسیی جمهوررئیس ولادي میر پوټین کریملین ته نیژدې په مسکو کې د یکشنبی په ورځ دمارچ په اتلسمه په انتخاباتي بهیر کې خبرې کوي.
دروسیی جمهوررئیس ولادي میر پوټین کریملین ته نیژدې په مسکو کې د یکشنبی په ورځ دمارچ په اتلسمه په انتخاباتي بهیر کې خبرې کوي.

د پوټین په مقابل کې یوکاندید پاول گرودین چې نیژدې ١١،٩ فیصده راېې ېې اخیستې دي، خبریالاتو ته ېې نن ددوشنبې په ورځ وویل:" انتخابات زښت ډېر ناولي ول."

دروسېې د انتخاباتو په اړه د روسېې او نړۍ مشرانو گڼ عکس العملونه څرگند کړي دي.

دروسېې یو مخالف مشر الیکسي نوالني چې له انتخاباتو نه د سیاسی مخالفت له امله ایسار شویدی وايي ده پریکړه کړېده چې په غوسه نشي او خپل غږ پورته نکړي. بل کال ته به هڅې وکړي.

امریکا غږ د اروپايي پارلیمان د انتخاباتو کومیسیون له یو څارونکي نه پوښتنه وکړله چې دروسېې دانتخاباتو په اړه څه فکرکوي. هغه وویل دی فکر کوي چې حکومت هغه څه ترلاسه کړل چی غوښتل ېې.

اروپايي اتحاد نن وویل په انتخاباتو کې له قانون نه سرغړونه اونیمگړتیاوې ډېرې وې؛ که څه هم ویلاديمیر پوټین د نړۍ والو معیارونو د ساتلو ادعا وکړله. درسنیو خپرونې یواړخېزې وې او پرسیاسی ازادیو بندیزو. اروپايي څارونکي وايي دوی تمه لري چې روسیه د تیریو او نیمگړتیاوپه اړه توضیحات ورکړي. د اوروپايي اتحآد اعلامیه وايی دا تیري د روسېې د نړۍ والو مسوولیتونو سره اړخ نه لگوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هواچون ینگ وویل: مونږ باور لرو چې د ولسمشر پوتین تر قیادت لاندې به روسیه خپل ثابت پرمختگ ته دوام ورکړي او په نړیوالو مسلو کې به ستر نقش ادا کړي."

شي جنپنگ د مبارکی په ترڅ کې وویل دده هېواد له روسېې سره پراخه، هراړخیزه ستراتیژیکه همکاري لري. دا په تاریخ کې د نړۍ والو اړیکو یو مثال قایموي.

د جاپان د وزیرانو د شورا مشر یوشي هایدي ساگا وویل: روسیه په سیمه کې د جاپان مهم شریک دی او مونږ باور لرو چې دا شراکت سیمه ئیز امنیت او سوکالۍ ته ډیر مهم دی چې دوه هیوادونه ښې اړیکې او متقابله همکاري ولري."

د جاپان صدراعظم شینزو ابې له ښاغلي پوټین سره د کوریا د ټاپو وزمې د غېر اټومی کولو په اړه خبرې وکړلې. د قز اقستان، ایران، بیلروس، وینزو ویلا او کیوبا مشرانو خپلې نیکې هېلې څرگندې کړلې.

د جرمني د صدراعظمی انگیلا مرکل ویاند وویل چې د روسیې جمهوررئیس ته به ډېر یو تیلیگرام ور ولیږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل: دې انتخاباتو ته یقیناً شفافه سیاسي سیالي نشو ویلي، راې اچونې د کرایمیه په سیمه کې هم ترسره شوي چې د نړیوالو قوانینو خلاف له اوکراین څخه جلا کړای شوې او زمونږ په نظر د منلو وړ نده."

ولادیمیر پوتین د څلورم ځل او د یوې بلې شپږ کلنې دورې لپاره د روسیې ولسمشر وټاکل شو. پوتین حتی د ټاکنو نهایي پایلو اعلان ته انتظار ونکړ او خپلو پلویانو ته یې د مسکو په سره میدان کې د بري وینا وکړه. پوتین وویل چې د هغه بریا د هغه د تیرو کلونو د لاسته راوړنو نتیجه ده.

د روسیې د جمهوري ریاست انتخابات په داسې حال کې ترسره شول چې له مسکو سره د اوکراین د الحاق څلور کاله پوره شول . د روسیې او برتانیې ترمنځ سفارتي تعلقات کړکیچن شوي او امریکا هم پر روسیې یو لړ نوي بندیزونه لګولي. دي

XS
SM
MD
LG