د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې یو وارې بیا له طالبانو سره د مرستو ادعا رد کړه


طالبانو دغې ډلې سره د روسیې د مرستو د امریکایي چارواکو د نوو ادعاوو په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.
طالبانو دغې ډلې سره د روسیې د مرستو د امریکایي چارواکو د نوو ادعاوو په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

په کابل کې د روسیې سفارت په یوه اعلامیه کې چې نن خپره شوې، وسله والو طالبانو ته د روسیې د مرستو د برابرولو په اړه په امریکایي رسنیو کې د امریکایي چارواکو له خولې خپاره شوي رپوټونه ناسم بللي دي.

د روسیې سفارت په دې اعلامیه کې ویلي " مونږ په افغانستان کې طالبانو ته د ملاتړ د برابرولو په اړه په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت او امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال جان نیکولسن دادعاو په اړه څرګندونې یاداشت کړي دي. دا د یادولو وړ ده، چې د دغسې یو لوړپوړې چارواکي جدي تورونه باید پر موثقو شواهدو بنا اوسي".

د روسیې سفارت په دغه اعلامیه کې ویلي، چې امریکا د حکومت استازي په دوامداره توګه ځاونونو ته د دې اجازه ورکوي، چې د دغه سفارت د اعلامیې له مخې پر" بې اساسو اوازو" باندې په عام محضر کې وغږیږي.

د روسیې سفارت په اعلامیه کې ویل شوي " یوځل بیا مونږ په دې ټینګار کوو، چې دا ډول بیانونه په بشپړه توګه بې اساسه دي او له چارواکو غواړو، چې له دغسې بې معنی څرګندونو ډډه وکړي".

د روسیې سفارت په دغه اعلامیه کې د امریکا د سي بي ایس تلویزوني شبکې پر انټرنیټي پانې باندې چې په کې لیکل شوي " امریکا وايي، طالبانو ته د روسیې ملاتړ په افغانستان کې د سولې بهیر ته زیان رسوي" هم حیرانتیا ښودلې.

د روسیې سفارت د امریکا د سي بي ایس تلویزوني شبکې پر انټرنیټي پانې باندې په خپور شوي مضمون کې د روسیې له خوا طالبانو سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو ادعا ته هم غبرګون ښودلی دي.

د امریکا د سي بي ایس تلویزوني شبکې پر انټرنیټي پانې لیکلي " د روسیې د بهرنیو چارو وزارت منلې، چې مسکو طالبانو سره استخباراتي معلومات شریکوي".

د روسیې سفارت ویلي، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت خپله انټرنیټي پانه لري، چې په کې د دغه وزارت د چارواکو ټولې څرګندونې، مطبوعاتي بیانونه او خبري کنفرانسونه په انګلیسي ژبه هم خپریږي.د روسيې سفارت خبریالانو ته د دغه هیواد د چارواکو د څرګندونو په اړه د رپوټونو د خپرولو وړاندې د دغې انټرنیټي پاڼې څخه لیدنې مشوره هم ورکړې ده.

کابل کې د روسيې ډا ډول څرګندونو هدف په بهرنیو هیوادونو کې د روسیې پر وړاندې د ذهنیتونو خرابولو لپاره د امریکایي چارواکو هڅه ګڼلې ده.

دا اعلامیه وايي " داسې ښکارې چې عامه پاملرنې د بدلولو لپاره هغوی، چې په رښتیا د افغانستان د وضعیت خرابیدو مسولیت لري، هڅه کوي، چې د خپلو اشتباهاتو پیټی n روسیې پv اوږو واچوي او د روسیې او افغانستان اړیکې خرابې کړي.

د امریکا د سي بي اس تلویزیوني شبکې د امریکایي مقاماتو له خولې رپوټ ورکړی چې له طالبانو څخه د روسیې ملاتړ په افغانستان کې د سولې هڅو ته زیان رسوي.

د امریکا د سي بي اس تلویزیوني شبکې د امریکایي مقاماتو له خولې رپوټ ورکړی چې له طالبانو څخه د روسیې ملاتړ په افغانستان کې د سولې هڅو ته زیان رسوي.

دغې تلویزیوني شبکې ته د امریکا د متحده ایالاتو یو لوړپوړې چارواکي ویلي، روسیه د افغانستان په لانجه کې د امریکا د متحده ایالاتو سره مرسته نه کوي او داسې ښکاري چې مسکو د افغانستان د سولې پروسه "یرغمل" کړې ده.

امریکایي چارواکو ویلي، چې د طالبانو سره د روسیې اړیکې "طالبانو ته د یو پوځي طاقت په توگه مشروعیت ورکوي” او دا په سیمه کې د بې ثباتۍ سبب ګرځي.

XS
SM
MD
LG