د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې په بیلاروس کې د نظامي تمریناتو موده وغځوله


د روسیې او بیلاروس د ګډو ځواکونو د نظامي تمریناتو موده وغځول شوه.
د روسیې او بیلاروس د ګډو ځواکونو د نظامي تمریناتو موده وغځول شوه.

پداسې حال کې چې د اوکراین په ختیځ کې د دې هیواد د حکومتي ځواکونو او هغو بیلتون غوښتونکو تر منځ چې روسیه یې تر شا ولاړه ده، د توغندیو جګړې زور اخیستی، روسیې په بیلاروس کې د نظامي تمریناتو موده غځولې.

ټاکل شوې وه چې دا نظامي تمرینات چې د اوکراین په شمالي سرحد کې پیل شوي د یکشنبې فبروري ۲۰ (کب لومړۍ) پای ته رسیدلي وی.

روسیې د دې نظامي تمریناتو موده پداسې حال کې غځولې چې د دې هیواد جمهور رئیس ولادمیر پوتین د اوکراین په سرحد کې څه باندې ۱۵۰ زره سرتیري ځای پر ځای کړي او په عین وخت کې د اوکراین په جنوب کې په تورې بحیرې کې د روسیې د بحري ځواکونو تمرینات روان دي.

معلومه نده چې په بیلاروس کې ګډ نظامي تمرینات به تر کومې نیټې دوام ولري.

په همدې حال کې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن چې د جمعې په ورځ یې ویلي قانع دی چې د روسیې جمهور رئیس په اوکراین د یرغل پلان لري، د یکشنبې په ورځ یې د خپل ملي امنیت د ټیم سره د تازه پرمخګتونو په هکله د خبرو لپاره دوه ساعته غونډه کړې. سپینې ماڼۍ پدې هکله څه ندي ویلي چې په غوڼدې کې په څه شي بحث شوی.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د سي ان ان تلویزیون سره په مرکې کې ویلي چې د روسیې د سرتیرو ډیروالی، د اوکراین دفاع په وزارت او سترو بانکونو سایبري برید او تازه د اوکراین په ختیځ کې د دوو اوکرایني عسکرو وژل کیدل دا څرګندوي چې مسکو د سترې حملې څخه وړاندې دا ډول اقدامات کوي.

ښاغلي بلینکن زیاته کړه، "ټول هغه څه پیښیږي چې د یرغل څخه وړاندې کیږي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا خبرداری پداسې حال کې ورکوي چې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په ګډون ټولو جګپوړو چارواکو په ګاونډي هیواد اوکراین د مسکو د یرغل پلان لرل رد کړیدي.

په واشنګټن کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف د امریکا د (سي بي ایس) تلویزیون سره په مرکې کې وویل چې د یرغل هیڅ پلان نشته او زیاته یې کړه چې روسیه مشروع حق لري پخپلې خاورې کې سرتیري هر ځای چې وغواړي ځای پر ځای یې کړي.

XS
SM
MD
LG