د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د ګوګل شرکت ۹۸میلیون ډالره جریمه کړ


د مسکو یوې محکمې نن د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومي ۳) د ګوګل شرکت باندې ۹۸ میلیون ډالره نغدي جریمه لګولې.

محکمې دغه ستر انټرنیټي شرکت د محتویاتو په نه مدیریت او د روسیې په کورنیو چارو کې په لاس وهنې تورن کړی دی.

محکمې ویلي دي چې ګوګل په وار وار د غیر قانوني محتویاتو په حذف کولو کې پاته راغلی دی.

محکمې ددغو محتویاتو په اړه معلومات وړاندې نه کړل، خو روسیه په منظمه بڼه د هغو محتویاتو په وړاندې چې هغه غیرقانوني بولي قانوني اقدامات کوي لکه د سیکس، مخدره توکیو او ځان وژنو په شان محتویات.

د ګوګل شرکت ویلي چې د محکمې د اسنادو له مطالعې وروسته به د راتلونکو اقداماتو په هکله پریکړه وکړي.

د روسیې د انټرفاکس خبري شبکې رپوټ ورکړی چې دغه لویه نقدي جریمه د ګوګل د کلني عاید په بنسټ سنجول شوې او د پرله پسې سرغړونو لپاره تر ټولو ستره جریمه ده.

روسیې له دې دمخه د میټا او ټویټر شرکتونه هم نقدي جریمه کړي وو.

میټا چې فیسبوک یې یوه برخه ده ټاکل شوې نن په محکمه کې د ورته تورونو سره مخامخ شي او دا شرکت هم ګواښل شوی چې د کلني عاید پر اساس به جریمه شي.

ټویټر پرون په یو تازه مورد کې مسکو ته ۴۰ زره ډالر جریمه ورکړه.

روسیې د وروستیو کلونو په ترڅ کې د ماشومانو څخه د حفاظت او د سخت دریځۍ ضد مبارزې په بهانه پدې هیواد کې انټرنیټ کنترول کړی دی.

د سپتمبر په میاشت کې د پارلماني انتخاباتو دمخه د روسیې د رسنیو د څار ادارې په لسګونو ویپپاڼې چې د مسکو د سرسختي منتقد الکسي ناوالني پورې مربوطې وې وتړلې.

XS
SM
MD
LG