د اوکراین په بېلابېلو سیمو باندې د جمعې په ورځ د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او تر شلو ډېر نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین د دونېڅک په سیمه کې د جمعې په ماسپښین د کراماتورسک ښار پر ضد د روسیې په دوو جلا بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین پولیس وايي، د روسیې بریدونو د سومي په شمال ختیځه سیمه کې دوه کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. د خارکیف ښاروال ایهور تریخوف ویلي، په دغه ښار کې د روسیې د یوه برید له امله نهه کسان، چې څلور ماشومان هم پکې شامل دي، سرسري زخميان شوي دي. د اوکراین د بیړنیو حالاتو دولتي ادارې ویلي، په جنوبي اودیسا سیمه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
بل لور ته، د روسیې له لوري ټاکل شوې ادارې ویلي د زاپوریژیا اټومي بټۍ ، د پنجشنبې ناوخته او د شپې په اوږدو کې د اوکراین د ډرون بریدونو له امله د ترانسپورتي ورکشاپ ساحه تر برید لاندې راغلې او لږ تر لږه ۱۴ بریدونه ثبت شوي دي. د بریدونو له امله اور لګېدلی او ودانیو ته زیان اوښتی، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
په مسکو کې، صنعتي سرچینو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین یوه ډرون د ګازپروم د تېلو چاڼځای د روانې اوونۍ په ترڅ کې د دویم ځل لپاره په نښه کړی، چې د پروسس ځینې واحدونه یې زیانمن کړي او له امله یې اور بل شوی. د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، د سیمې پر ضد د پراخو ډرون بریدونو پر مهال څو ډرونونه دغه چاڼځای ته رسېدلي دي.
د راپورونو له مخې، په برید کې د چاڼځای «یورو پلس» د تصفیې واحد زیانمن شوی، چې د ټولې فابریکې نږدې نیمایي تولیدي وړتیا جوړوي. تر دې وړاندې د جون په ۱۶مه هم په یوه بل برید کې د فابریکې یو جلا واحد زیانمن شوی و او د فعالیت یوه برخه یې درېدلې وه. دغه چاڼځای د مسکو په سوېل ختیځ کې موقعیت لري او د روسیې پلازمېنې ته د سون توکو په برابرولو کې مهم رول لري.
په همدې حال کې، د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو خبرې لا هم له ځنډ سره مخ دي.
د اروپايي شورا مشر انتونیو کوستا، چې د بروکسل د دوو ورځنیو غونډو مشري یې کړې وه، ویلي چې د هغه دفتر له کرملین سره اړیکه نیولې، خو ټینګار یې کړی چې موخه یې نه منځګړیتوب دی او نه هم د امریکا په مشرۍ له روان بهیر سره موازي لاره رامنځته کول.
د چک جمهوریت لومړي وزیر اندری بابیش ویلي، اروپا لا هم په دې اړه وېشلې ده چې خبرې اترې به ترسره شي که نه او که ترسره شي نو مشري به یې څوک کوي. د ایرلنډ لومړي وزیر میهال مارتین ویلي، هر ډول مذاکرات باید په مستقیم ډول د اوکراین او روسیې ترمنځ ترسره شي.
د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف ویلي، روسیه لا هم له اروپا سره اړیکو ته چمتو ده، خو یوازې په هغه صورت کې چې اروپايي مشران د هغه په وینا، مسکو ته د «درس ورکولو» او یا د ضرب الاجلونو له ورکولو لاس واخلي.
فورم \ دبحث خونه