د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه کې د افغان سولې په اړه غونډه جوړیږي


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي، ټاکل شوې د روانې مارچ میاشتې پر ۱۸مه نېټه د روسیې په کوربتوب په مسکو کې د افغان سولې په اړه ناسته وشي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن سې شنبه مارچ نهمه (کب ۱۹) امریکا غږ ته وویل چې په دغه ناسته کې د افغان حکومت د لوړې کچې مشرانو، د مصالحې شورا مشر، یو شمېر افغان سیاسیونو او طالب استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د افغان سولې په اړه د مسکو ناستې ته د سیمې هیوادونو په ګډون د امریکا متحده ایالاتو استازي هم بلل شوي دي.

خوځون وویل چې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تر دا مهاله په دغه ناسته کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې او په وینا یې په دې اړه مشورې روانې دي.

پر همدې مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد هم وايي چې د مسکو د سولې په کنفرانس کې د افغان حکومتي مشرانو د ګډون په اړه یې د روسیې هیواد دعوتنامه تر لاسه کړې چې په وینا یې ټاکل شوې د ګډون په اړه یې ډير ژر مشورې پيل شي.

ګران هیواد په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "موږ په دغه کنفرانس کې د ګډون په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د رهبرۍ په نوم د روسیې فدراتیف دولت دعوتنامه تر لاسه کړې ده، د نورو سیاسیونو او شخصیتونو د بلنې په اړه خبر یو."

د افغانستان جمهوري ریاست په دې اړه له معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي چې د یادې ناستې د تر سره کېدو په اړه د روسیې لوري سره مشورې دوام لري.

هغه تیره ورځ خبریالانو ته وویل: "د افغان سولې له اوسني بهیر څخه د ملاتړ په هدف، هغوی (روسیې) د ۳+۲ ناستې د تر سره کېدو په اړه نظرونه لرل، په ښه نیت سره یې مسئله مطرح کړه، خبره یې دا وه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۵ـ۱۳ په نوم یوه مصوبه لري او په هغه کې د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان د خلکو هیلې په قوت سره منعکسې شوي ـ اوس باید ناسته تر سره شي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د افغان سولې په اړه ښه جدي ګامونه پورته کړي."

خپله روسیې تر دا مهاله د افغان سولې په اړه د جوړېدونکي ناستې په اړه څه نه دي ویلي. خو تر دې مخکې د افغان سولې په اړه د غونډو کوربتوب کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو ویر انتوني بلینکن ولسمشر غني ته په لېږلي لیک کې ویلي و چې واشنګټن له ملګرو ملتونو څخه غواړي چې د بهرنیو چارو وزیرانو او د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین، پاکستان ایران او هند د ځانګړو استازو په حضور کې د افغان سولې بهیر د یوې واحدې لارې د بحثونو په اړه یوه نړیواله غونډه جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG