د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: هیله لرو طالبان به "مهذب" شوي وي


طالبانو د کابل تر نیول کیدو وړاندې څو ځله په مسکو کې د روسې په بلنې په غونډو کې برخه اخیتسې وه.
طالبانو د کابل تر نیول کیدو وړاندې څو ځله په مسکو کې د روسې په بلنې په غونډو کې برخه اخیتسې وه.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین وایي هیله لري چې طالبان به په افغانستان کې په "مهذبه" توګه عمل وکړي چې نړیواله ټولنه د کابل سره دیپلوماتیکي اړیکې وساتي.

ښاغلي پوتین چې په روسیه کې د ختیځ اقتصاد فورم په نامه غونډې ته یې وینا کوله وویل چې "روسیه د افغانستان ټوټه کیدل نه غواړي ځکه که دا کار وشي، هلته به د خبرو لپاره هیڅوک نه وي پاتې. "
پوتین وویل، " هر څومره ژر چې طالبان د متمدنو خلکو کورنۍ ته داخل شي، د هغوي سره اړیکې نیول او خبرې کول به آسان شي او څه نا څه به نفوذ پرې وشي او پوښتنې ترې وشي. "

د روسیي جمهور رئیس همدارنګه د افغانستان نه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو هم انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې دا کار د "ناورین" سبب شو.

ښاغلی پوتین وویل، " هغوي (د امریکا په مشرۍ بهرنيو ځواکونو) پدې ټولې مبارزې کې ۱.۵ ټریلیونه ډالر ولګول خو نتیجه څه شوه؟ هیڅ شی هم نه."

د امریکا په مشرۍ ټول بهرني ځواکونه تیره میاشت د افغانستان نه ووتل او طالبانو د پنجشیر ولایت د ځینو برخو پرته ټول افغانستان ونیوه.

روسیه د طالبانو سره د خپلو اړیکو په پالنې کې د احتیاط نه کار اخلي. په کابل کې د روسیې سفیر د طالبانو د واک ته رسیدو نه څو ورځې وروسته د هغوي د استازو سره وکتل .

د طالبانو د واک ته رسیدو نه وروسته یو شمیر لویدیځو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه یا وتړل او یا یې د کابل هوایي ډګر ته ولیږدول خو مسکو ویلي و چې خپل سفارت پخپل حال ساتي.

د کابل تر نیولو وړاندې هم د طالبانو او مسکو اړیکې بدې نه وې. مسکو څو ځله په قطر کې د دې ډلې د غړیو کوبه توب کړی و او د افغانستان د حکومت او سیاسي ډلو تر منځ یې د غونډو بندوبست هم ورته کړی و.

روسیه ویره لري چې په افغانستان کې نا امني د مرکزي آسیا هیوادونو ته ونه غځیږي ځکه چې روسیه په اکثرو دغو هیوادونو کې نظامي اډې لري.

روسیې د دې کار د مخنیوي لپاره د افغانستان پولې سره نږدې د ازبکستان او تاجکستان سره ګډ نظامي تمرینات وکړل او هم یې پدې هیوادونو کې یې پخپلو نظامي اډو کې د پرسونل او نظامي تجهیزیاتو شمیر ډیر کړ.

XS
SM
MD
LG