د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه او ایران په نړیوالو چارو د همکارۍ ژمنه وکړه


 ایران او روسیه د ا سد د رژیم مهم ملاتړي هېوادونه دي.
ایران او روسیه د ا سد د رژیم مهم ملاتړي هېوادونه دي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني مسکو ته په سفر کې خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ځیني دوه اړخیزې موافقتنامې لاسلیک کړې او د انرژۍ او صنعت په برخو کې یې نوې اقتصادي همکاري معرفي کړه.

دواړو مشرانو په سوریې کې د سولې په اړه خپلې ژمنې بیا تکرار کړې. روسیه او ایران دواړه د سوریې د جمهور رئیس بشار الاسد مهم ملاتړي دي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وویل؛ "زموږ نهایي مقصد په سیمه کې سوله اوثبات دی. زمونږ د اړیکو انکشاف د بل اړخ پرضد ندی."

څیړونکي وايی چی ایران په منځني ختیځ کې یوشمیر ملگري لري خو له روسیې غواړي چې په منځني ختیځ کې یې ملاتړ وکړي.

د روسیی دریځ هغه وخت پر مخ ولاړ چی متحده ایالاتو د روسیی له جگړې نه پښه وایستله، دی کار روسیی ته اجازه ورکړله چی په سوریه کې یوازینی برلاسی لوبغاړی شي.

د تیرکال په اگست کې وروسته له هغه نه چې ایران روسیی ته اجازه ورکړله، روسیی د ایران له خاوری نه هوايی ماموریتونه پېل کړل چی بشارالاسد په پښو ودروي. د دمشق ملاتړ روسیی ته گټه وکړله.

له بل پلوه مسکو هیله من دی چی له امریکا سره د ډانلډ ټرمپ په اداره کې ښې اړیکی ولري. خوهغه د ایران خلاف سخت اقدامات غواړي.

بل خوا روسیه له اسرائیل سره هم چې دایران پوخ دښمن دی خپلې اړیکی پراخوي؛ داهم د ایران لپاره داندېښنی وړ خبره ده.

خو د روسیی او ایران اصلي مقصد په منځني ختیځ کې د لویدیځ په تیره د امریکا د نفوذ کموالی دی.

له بل پلوه روحاني له روسیی سره د وسلو او انرژۍ په معامله کې شخصي گټه هم لري، ځکه د مې په میاشت کې د ایران د ولسمشرۍ له انتخاباتو نه مخکې دا د هغه وروستی بهرنی سفر دی.

XS
SM
MD
LG