د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه په تاجکستان او قرغزستان کې خپله نظامي وړتیا لوړوي


د طالبانو تر راتګ وروسته روسیې او تاجکستان ګډ نظامي تمرینونه وکړل.
د طالبانو تر راتګ وروسته روسیې او تاجکستان ګډ نظامي تمرینونه وکړل.

د روسیې د دفاع وزیر ویلي چې په افغانستان کې تازه پیښو ته په کتو، مسکو په تاجکستان او قرغزستان کې پخپلو نظامي اډو کې محاربوي وړتیاوې پراخوي.

سرګې شویګو چارشنبه اګست ۲۴ (وږي۲) د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډې کې وویل، "په تاجکستان او قرغزستان کې د روسیې په نظامي اډو کې د چمتووالي او سرتیرو کچه لوړیږي تر څو هر ډول احتمالي کړکیچ ته ځواب وویلی شي".

ښاغلي شویګو پخپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د القاعده شبکې او داعش په شان د وسله والو ډلو کړنې ډیرې شوي او دا یې د "مرکزي آسیا لپاره جدي امنیتي آزمایښت" وباله.

د تاس خبري اژانس د شویګو له قوله ویلي، " په افغانستان کې ټولنیز او اقتصادي وضع هم مخ په خرابیدو ده. د افراطي مذهبي ایډیالوژۍ د تپلو بهیر، د مخدره موادو قاچاق او نور پراخ جرمونه چې په سرحدي سیمو کې کیږي، هلته روان دي".

په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته متحده ایالاتو هم د القاعده شبکې او داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د فعالیت په ډیریدو اندیښنه څرګنده کړې او د تیرې میاشتې په سر کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري هم د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په کابل کې ووژل شو.

طالبانو کابل ته د الظواهري د راتګ او هلته د اوسېدو په اړه ناخبري ښودلې او ویلي یې دي چې پدې هکله پلټنې کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په کابل کې د الظواهري د وژل کېدو د ادعا په اړه د دوی پلټنې پای ته ندي رسېدلي.

هغه وویل:"د ظواهري د وژل کېدو د ادعا په هلکه باید ووایو چې دا اوس هم د ادعا په حد کې پاتي او تحقیقات روان دي. نتیجه یې تر اوسه نه ده څرګنده شوې. هلته جسد هم نه دی تر لاسه شوی، کوم توغندی چې هلته لګېدلی او کوم هدف چې لګیدلی هغه هدف ټوله له منځه تللی، کوم شی لاسته نه دی راغلی."

د روسیې د دفاع وزیر همدرانګه وویل چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د هر ډول نړیوال نوښت هرکلی کوي او د مرکزي آسیا د سیمې د امنیت لپاره یې د تدابیرو د نیولو خبر ورکړی.

په روسیې کې د جون په میاشت کې د مرکزي آسیا د هیوادونو د دفاع وزیرانو غونډه وکړله چې د روسیې د دفاع وزیر وایي پدې غونډې کې د افغانستان وضعیت او پدې هیواد کې د ثبات په ساتلو بحث وشو.

XS
SM
MD
LG