د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه طالبان نړیوالې غونډې ته وربولي


روسیې کابل ته د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم څو ځله دې ډلې ته په مسکو کې په غونډو کې د ګډون بلنه ورکړې وه.
روسیې کابل ته د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم څو ځله دې ډلې ته په مسکو کې په غونډو کې د ګډون بلنه ورکړې وه.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي پلان لري، طالبان په مسکو کې یوې نړیوالې غونډې ته ور وبولي چې ټاکل شوې د همدې روانې اکتوبر میاشتې په ۲۰ په مسکو کې جوړه شي.

پدې غونډې کې د چین، هند، ایران او پاکستان استازي هم ګډون کوي.

افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو نه وړاندې هم مسکو د هغوي سره ښې اړیکې پاللې او څو ځله یې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي غونډو ته وربللي وو.

په مسکو کې د افغانستان په هکله د دې نړیوالې غونډې تر څنګ ټاکل شوې چې د جې ۲۰ یا د نړۍ د شلو صنعتي هیوادونو د مشرانو په غونډې کې هم چې ټاکل شوې د اکتوبر په ۱۲مې د افغانستان په هکله جوړه شي، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د مرستو غوښتنه وشي.

روسیې هم ویلي چې د افغانستان سره د بشري مرستو لپاره چمتوالی روان دی خو نور جزییات یې ندي ورکړي.

خو د دغو ټولو ناستو پاستو سره سره، طالبان د مسکو په ګډون هیڅ یو هیواد تر اوسه په رسمیت ندي پیژندلي او طالبان لا هم په روسیه کې یوه "ترهګره" ډله ده او بندیز پرې لګیدلی.
په کابل کې د طالبانو د راتګ نه وروسته ګڼ شمیر لویدیځو هیوادونو خپل سفارتونه وتړل او یا یې د لنډې مودې لپاره د کابل نړیوال هوایي ډګر ته ولیږدول خو روسیې نه یوازې دا چې خپل سفارت یې ونه تاړه بلکې خپل ديپلوماتان یې هم ونه ایستل.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د بهرنیو په لاس وهنې انتقاد کړی او وایي چې د پخواني شوري اتحاد لخوا په افغانستان د یرغل پر وخت مسکو "عبرت اخیستی".
سره لدې چې طالبانو ویلي دا ډله د مرکزي آسیا هیوادونو لپاره کوم خطر نه پیښوي خو پدې هیوادونو کې چې د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه دي، څو ځله بریدونه شوي او ګمان کیږي چې بریدونه د طالبانو ملګرو ډلو کړي.

کابل ته د طالبانو د راتګ نه وروسته مسکو د مرکزي آسیا د څو هیوادونو سره چې د افغانستان سره ګډه پوله لري، ګډ نظامي تمرینات وکړل. مسکو همدرانګه وایي چې دې هیوادونو ترینه د نویو وسلو او تجهیزاتو غوښتنه کړې.

طالبانو تر اوسه ندي ویلي چې آیا د مسکو په غونډې کې به ګډون وکړي او که نه.




XS
SM
MD
LG