د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د اوکراین سره جګړې دپاره جنګي نهنګان روزي - د بریتانیې استخبارات


د بریتانیې استخباراتي مامورینو د جمعې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ دوهمه) وویل، داسې ښکاري چې روسیه د اوکراین په کریمیا ټاپووزمه کې د اوکراین د ځواکونو سره د مقابلې لپاره جنګي نهنګانو ته روزنه ورکوي.

په اوکراین کې د جګړې په اړه په خپل تازه راپور کې، د بریتانیې نظامي استخباراتو وویل چې د روسیې سمندري قواوو د تیر کال راهیسې د سیواستوپول بندر سره په تور سمندرګي کې د خپل ځواک په پراخولو ډیره پانګونه کړې ده.

په راپور کې راغلي: "په دې کې د بندر په اوږدو کې د جالونو او خنډونو څلور کمربندونه جوړول شامل دي. په دې وروستیو اونیو کې، دا کمربندونه ډېر احتمال لري چې د ګڼ شمېر روزل شويو سمندري حیواناتو په ګمارلو سره نور هم پیاوړي شوي وي."

په راپور کې زیاته شوې ده: "انځورونه ښيي چې په بندر کې د موجودو نهنګانو شمېر دوه چنده شوی چې په قوی ګمان مښوکه لرونکي ډولفینونه پکې شامل دي."

د پوځي استخباراتو په وینا، دا نهنګان "احتمالا د دښمن د غوټه وهونکو سره د مقابلې لپاره ګمارل شوي وي."

په تازه راپور کې ویل شوي چې د روسیې سمندري ځواکونو د شمالي قطب په سمندر کې هم د بیلابیلو ماموریتونو لپاره نهنګان کارولي دي.

په ۲۰۱۹ کې د ناروې په ساحل کې د داسې یو نهنګ نیول کېدو چې کمربند وراغوستل شوی و، انګیرنې رامینځته کړې چې دا نهنګ د استخباراتي معلوماتو ټولولو دپاره لېږل شوی و. تېره میاشت دا ډول یو نهنګ د سویډن په ساحل کې هم راڅرګند شو.

ناروې پدې نهنګ باندې د "هاولدیمیر" نوم کېښود – "هاول" په نارویژي ژبه کې نهنګ ته وايي، او "دیمیر" یې د روسیې سره د ادعا شوي تړاو له کبله ورزیات کړی دی.

د فرانس پرس د راپور په اساس، د "هاولدیمیر" نهنګ پورې تړل شوي کمربند د کمرې د نسبولو دپاره ځای درلود او ورباندې "سینټ پیټرزبورګ تجهیزات" لیکل شوي وو.

راپور وايي چې په ۲۰۱۶ کې، د روسیې د دفاع وزارت پنځه ډولفینونه پېرلي وو ترڅو د پخواني شوروي د وخت په څېر د پوځي ماموریتونو دپاره له دغو ځیرکو سمندري حیواناتو څخه ګټه اخیستل بیا پیل کړي.

شوروي اتحاد او متحده ایالاتو دواړو د سړې جګړې پر مهال ډولفینونه کارول، او بندرونو ته څېرمه د اوبتلونو، ماینونو او نورو مشکوکو توکو د کشفولو دپاره له روزل شويو ماهیانو استفاده کېدله.

د شوروي یو متقاعد پوځي افسر هغه مهال فرانس پرس ته ویلي وو چې مسکو د دښمن په کښتیو پورې د چاودیدونکو موادو د تړلو دپاره هم ډولفینونه روزلي و.

ډګروال ویکتور بارانیتس، چې د شوروي او د هغه راوروسته دوره کې د پوځي ډولفینونو د روزنې شاهد دی، وايي دا ماهیان پوهېدل چې څنګه په تور سمندر کې بمونه او ډوبې شوې کښتۍ کشف کړي.

د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو په نیویارک او واشنګټن باندې د سپتمبر ۱۱ د ترهګریزو بریدونو وروسته، د "دوامدارې ازادۍ عملیاتو" د ملاتړ دپاره په ۲۰۰۳ کې د بحرین په ساحل کې روزل شوي سمندري‌ زمریان خوشې کړي وو.

XS
SM
MD
LG