د اوکرایني چارواکو په وینا، د دوشنبې په ورځ د روسیې د بالستیک توغندي برید د اوکراین د شمال ختیځ د خارکیف سیمې په مېریفا ښارګوټي کې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دواړو خواوو د یو بل د انرژۍ پر زیربناوو بریدونه زیات کړي دي.
د خارکیف د سیمهییزې څارنوالۍ دفتر ویلي چې په وژل شویو کې درې ښځې او دوه نارینه شامل دي.
لومړني معلومات ښيي چې روسي ځواکونو احتمالاً د اسکندر بالستیک توغندی کارولی وي. د خارکیف سیمهییز والي اولېګ سینیهوبوف ویلي چې لږ تر لږه ۱۰ کورونه، یوه دولتي ودانۍ، څلور دوکانونه، د موټرو د ترمیم ورکشاپ او د خوراکي توکو یو ځای زیانمن شوي دي.
هغه په ټیلیګرام کې ویلي: «نن اشغالګرو د جبهې له کرښې لرې د یوه ښار ملکي زیربناوې په توغندي وویشتلې.» مسکو په دې اړه سمدستي غبرګون ندی ښودلی.
روسیې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین د انرژۍ دولتي شرکت “نفتوګاز” پنځه تاسیسات هم په نښه کړي، چې د وسایلو د زیان او د سومي او خارکیف په سیمو کې د تولیدي چارو بهیر د درېدلو لامل شوي دي. د نفتوګاز اجرائیوي رئیس سرګي کوریتسکي ویلي: «د دښمن د بریدونو شدت زیاتېږي.»
اوکراین هم په بېلابېلو سیمو کې ځوابي بریدونه کړي دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي چې اوکرایني بېپیلوټه الوتکو د روسیې د بالتیک سمندر د پریمورسک بندر په نښه کړی، چې د تېلو ټرمینل او یو ټانکر، د کاراکورت-کلاس توغندیو کښتۍ او د ګزمې یوې بېړۍ ته یې زیان رسولی دی.
اوکراین همدارنګه د روسیې د تورې بحیرې د نووروسییسک بندر ته نږدې دوه ټانکرونه په نښه کړي دي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبرداری ورکړی چې د روسیې د تیلو پر زیربناوو د اوکراین دوامداره بریدونه کولی شي د نړۍ د تیلو بیې له اوسني کچې چې له ۱۲۰ ډالرو پورته دي، نورې هم لوړې کړي.
په روسیه کې هم د اوکراین له خوا بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده. د مسکو د سیمې والي اندري ووروبيوف ویلي چې د شنبې په ماښام په یوه کلي کې د ډرون د برید نه وروسته یو ۷۷ کلن نارینه وژل شوی دی.
د سمولینسک والي واسیلي انوخین ویلي چې د یکشنبې په ورځ د لویدیځې سیمې په یوه اپارتمان باندې د ډرون برید له امله د یو ماشوم په ګډون درې کسان، ټپیان شوي دي.
د مسکو ښاروال سرګې سوبیانین ویلي چې د روسیې پلازمېنې ته نږدې څلور ډرونونه ویشتل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه