د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د چین او څو نورو هیوادنو سره ګډ نظامي تمرینات پیل کړل


د روسیې د دفاع وزارت پنجشنبه سپټمبر ۱ (وږي۱۰) د چین او څو نورو هیوادونو سره د ګډو نظامي تمریناتو د پیل کولو اعلان کړی او ویلي یې چې ښایي یوه اوونۍ به ادامه ولري.

روسیه پدې تمریناتو سره غواړي د چین سره خپله نظامي همکاري پداسې حال کې وښیي چې مسکو او بیجنګ دواړه یې د واشنګټن سره په جنجال اخته دي.

مسکو همدارنګه غواړي پدې نظامي تمریناتو سره خپل پوځي قوت څرګند کړي او وښیي سره لدې چې سرتیري یې په اوکراین کې په جګړې اخته دي خو بیا هم په کافي اندازه نظامي قوت لري.

د روسیې د دفاع وزارت دې نظامي تمریناتو ته د (ختیځ ۲۰۲۲) نوم ورکړی او ویلي یې دي چې د همدې روانې سپټمبر د میاشتې تر ۷ مې نیټې پورې به ادامه ولري.

دې وزارت ویلي چې نظامي تمرینات به د روسیې په ختیځ او د جاپان په سمندر کې د انداخت کولو په ۷ بیلا بیلو موقعیتونو کې وشي او څه باندې ۵۰ زره سرتیري، ۵ زره د وسلو قطعې، ۱۴۰ الوتکې او ۶۰ جنګي کښتۍ به پکې برخه ولري.

په نظامي تمرینانو کې د روسیې او چین تر څنګ لاووس، منګولیا، نیکاراګوا او سوریه هم برخه لري.

د روسیې د دفاع وزرات ویلي چې د دې هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال والري ګراسموف به شخصاً دا نظامي تمرینات نظارت کوي.

د چین په مطبوعاتو کې ویل شوي چې بیجنګ دې نظامي تمریناتو ته ۲ زره سرتیري، ۳۰۰ پوځي موټر، ۲۱ جنګي الوتکې او ۳ جنګي کښتۍ استولي دي.

دا نظامي تمرینات د مسکو او بیجنګ تر منځ د نظامي همکارۍ ډیروالی ښیي چې د فبروري د ماشتې د ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په بې دلیله توګه په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړي، د روسیې او چین تر منځ نظامي همکاري هم ډیره شوه.

چین په اوکراین د یرغل له کبله په روسیې انتقاد ندی کړی او بر عکس یې متحده ایالاتو او ناټو ملامت کړي چې روسیه یې را پارولې ده.

XS
SM
MD
LG