د لاس رسي وړ اتصالات

د ډنمارک پلټونکي: د روسیې په توغندي د مالیزیا الوتکه وېشتل شوې


 د مالیزیا په یادې شوې الوتکې کې ۲۹۸ کسان سپاره وو او ټول ووژل شول
د مالیزیا په یادې شوې الوتکې کې ۲۹۸ کسان سپاره وو او ټول ووژل شول

د ډنمارک پلټونکي وايي قوي شواهد لري چې د مالیزیا الوتکه د بک په میزایل وېشتل شوې ده. دغه الوتکه په ۲۰۱۴ کال کې له روسیې نه د اوکراین د ختیځ په فضا تېرېدله چې ووېشل شوه. د بک د لنډ واټن ويشتونکي میزایل په روسیې کې جوړیږي.

د هالینډ د ملي پولیسو د مرکزي تحقیقاتو د څانګې مشر، ویلبرټ پالیسن، وايي چې کشف شوي تیلیفوني خبرې او مکالمې ښيي، چې د مسکو ملاتړو یاغیانو د دغې هوايي وسلې د انتقال غوښتنه کړې ده او بیا یې د اوکراین ختیځو سیمو ته د رسېدو ډاډه هم ورکړی دی.

ښاغلي پالیسن وویل چې دا او دې ته ورته نور شواهد ښيي چې د مالیزیا "MH17الوتکه به په9M38 میزایل وېشتل شوې او غورځول شوې وي .دغه میزایل د روسیې فدراسیون نه هلته انتقال شوی دی او د الوتکې له وېشتلو وروسته بېرته خپل ځای ته لېږدول شوی وي".

د ډنمارک دغې تحقیقاتي ډلې په دې اړه شاوخوا دوه کاله پلټنې وکړي. د مالیزیا په یادې شوې الوتکې کې ۲۹۸ کسان سپاره وو او ټول ووژل شول.

د ډنمارک د مصونیت د برخې پلټنو هم تېر کال وویل چې له کولالمپور نه امستردام ته روانه الوتکه د روسیې له ملاتړ نه د برخمنو یاغیانو په سیمه کې وېشل شوې ده.

د ډنمارک د پولیسو ویاند، توماز الینګ، وايي چې د ګډې پلټونکې ډلې موندنې د جنايي جرمونو په محکمې کې د قوي شواهدو په توګه وړاندې کېدلی شي، خو دا چې دا محکمه به چېرته او کله وي، ویاند معلومات ورنکړل.

اخوا، روسیې په وار وار دا خبره رد کړې ده چې الوتکه دې د اوکراین په ختیځ کې مېشتو روسیې پلوو یاغیانو وېشتلې وي.

د دوشنبې په ورځ د روسیې پوځ وویل چې د دوی مخابراتي معلومات ښي په کوم میزایل چې الوتکه وېشتل شوې ده، د یاغیانو د کنترول لاندې سیمو څخه توغول شوی نه دی.

د کریملین ویاند ډمیتري پیسکوف د روسیې د رادار ترلاسه کړیو معلوماتو ته په اشارې وویل "که راکټ توغول شوی وي، له بل ځای نه به توغول شوی وي. په دې اړه خبرې او بحث کېدی شي."

په وېشتل شوې مالیزيايي الوتکې کې درېیمه برخه ناست مسافر د ډنمارک وو. مالیزیا په برید کې دخیلو خلکو ته د نړیوالې محکمې د جوړولو غوښتنه وکړه، خو روسیې په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه ویتو کړه.

XS
SM
MD
LG