د لاس رسي وړ اتصالات

په روسیه کې یو عسکر خپل درې ملګري عسکر وژلي


یوې سرچینې ویلی چې عسکر د یو افسر سره د لفظي شخړې وروسته ډزې کړي
یوې سرچینې ویلی چې عسکر د یو افسر سره د لفظي شخړې وروسته ډزې کړي

په روسیه کې مطبوعات وایي یو عسکر په نظامي اډې کې پخپلو ملګرو ډزې کړې، درې عسکر یې وژلي او درې نور ټپي شویدي.

د انټرفاکس خبري اژانس ویلي چې پیښه د روسیې په جنوب کې د وورونژ ښار سره نږدې شوې.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې په پیښه کې درې عسکر ښه کاري ټپي شوي او روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ ښودل شوی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي چې د برید کوونکي عسکر او صاحب منصب تر منځ د لفظي شخړې نه وروسته عسکر د صاحب منصب نه ټوپک واخیست او ډزې یې شروع کړلې.

ویل کیږي چې د نظامي اډې قومانداني او په سیمه کې امنیتي ادارې کوښښ کوي برید کوونکي ونیسي.

د روسیې په نظامي اډو کې دا ډول بریدونه غیرې معمول ندي. د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې هم یو عسکر په سایبریا کې په عسکرو ډزې وکړلې، ۸ عسکر یې ځای پر ځای ووژل او ۲ نور یې ټپي کړل.

په روسیه کې نظامي خدمت په هغو سړیو چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۷ کالونو وي اجاري دی او اکثریت خلک کوښښ کوي چې په ځینو پلمو ځانونه د نظامي خدمت نه بچ کړي.

XS
SM
MD
LG