د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې په برید کې د اوکراین یو تر ټولو شتمن شخص وژل شوی


په اوکراین کې چارواکي وایي د روسیې په یو برید کې د دې هیواد یو تر ټولو شتمن شخص په ځانګړې توګه په نښه شوی او وژل شوی.

د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سلاکار میخایلیو پودولایک شنبه جولای ۳۱ (زمري۹)ویلي چې د روسیې په برید کې د اولکسي واداترسکي په نامه دا سوداګر چې د غلو د تولید او صادراتو کاروبار یې درلود په مشخصه توګه په نښه شوی و.

ښاغلي پودولایک وویل" دا یوه ناڅاپي پیښه نه بلکې داسې قتل و چې د مخکې نه پلان شوی او په ښه توګه پرې فکر شوی و".

د اوکراین دي چارواکي همدرانګه وویل چې ښاغلی واداترسکي پدې هیواد کې یو تر ټولو ستر بزګر او په سیمه کې مهم شخص و چې ډیرو کسانو ته یې د کار روزګار شرایط برابر کړي و.

هغه زیاته کړه چې د روسیې د توغندي دا برید "په هغه کور نه بلکې په ځانګړې توګه د ښاغلي واداترسکي د خوب په کوټې شوی. هیڅ شک نه پاتې کیږي چې د برید هدف څه و او څنګه تنظیم شوی و".

د روسیې دې سوداګرۍ څو کښتۍ هم درلودې چې د اوکراین څخه یې غلې دانې بهرنیو هیوادونو ته صادرولې. دا سوداګر داسې مهال وژل کیږي چې اوکراین څه موده وړاندې د روسیې سره یوه موافقه لاسلیک کړه او روسیې ومنله چې په تورې بحیرې کې به د بار وړونکو کښتیو مخه نه نیسيۍ.

په همدې حال کې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي شنبه جولای ۳۱ (زمري۹) د دې هیواد په ختیځ کې د دونیڅک ولایت څخه د خلکو د ایستلو غوښتنه پداسې حال کې کړي چې روسیه غواړي دا سیمه په بشپړه توګه کنټرول کړي او له همدې کبله هلته جګړو هم زور اخیستی.

ښاغلي زلینسکي پدې هکله په ویډیویي وینا کې چې هغه یې هره شپه ملت ته کوي، وویل، "هر څومره چې ډیر کسان د دونیڅک څخه اوځي، هماغومره به لږ کسان هلته پاتې و چې د روسیې پوځ یې ووژني".

د دنباس په سیمه کې چې د دونیڅک او لوهانسک ولایتونه پکې راځي او د جګړو ټول شدت پکې دی، د ماشومانو او پاخه عمر کسانو په ګډون پکې لا هم سلګونه زره تنه پاتې دي.

د اوکراین جمهور رئیس د هغوي سره چې دا سیمه پریږدي د لوژستیک په برخې کې د مرستې ژمنه هم وکړله.

هغه وویل، " ډیری کسان نه اوځي خو باید دا کار وشي. که فرصت لرئ، مهرباني وکړئ د هغوي سره چې لا هم په دنباس کې د جګړو په سیمه کې پاتې دي، خبرې وکړئ او قناعت ورکړئ چې وتل ضروري دي".

XS
SM
MD
LG