د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د الوتکې د لویدو پیښه څیړي


د روسیې د دفاع وزارت د دریو زرو نه زیات کسان موظف کړي چې مړي پیدا کړي.
د روسیې د دفاع وزارت د دریو زرو نه زیات کسان موظف کړي چې مړي پیدا کړي.

روسیي مقامات وایې ممکن د پیلوټ بي غوري یا تخنیکي تیروتنه ددې لامل شوی وي چې الوتکه د تورې بحیرې په اوبو کې ولویږي. او وايي دا کوم تروریستي عمل نه و.
روسیې ددغې پېښې له امله په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی. د روسیې د ټرانسپورټ وزیر هغه خبرې رد کړې ګواکې ددغې الوتکې لویدل دې یوه ترهګریزه پېښه وي.

ګومان کيږي چې په تو-۱۵۴ ډوله الوتکې کې سپاره ۹۲ کسان ټول وژل شوي وي. د روسیې د لوېدلې الوتکې ځای کې د وژل شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون پراخ عملیات پیل کړي د.

د روسیې د دفاع وزارت وایي چې د مړو د پیدا کولو لپاره د دریو زرو نه زیات د ژغورنې کار کوونکي، دوه دیرش کښتۍ او سل لامبو وهونکي په کار لګیا دي. وزارت وایي چې د دغو کسانو سره د مرستې لپاره هیلوکوپترې، بې پیلوټه الوتکې او اوبتلونه هم موظف شویدي.

په دې عملیاتو کې ۳ زره کسان ګډون لري، چې ۱۰۹ لومبو وهونکي، بېړۍ، الوتکې او هلیکوپترې پکې شاملې دي.

سره لدې چې د روسیې چارواکو دا رد کړې چې د الوتکې لویدل دې تروریستي پیښه وي خو د روسیې د خاصو څیړنو کمیټې د الوتکې د لویدو د علت د پیدا کولو لپاره تحقیقات پیل کړیدي.

XS
SM
MD
LG