د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې تیلو ته د نرخ ټاکلو له پریکړې سره مسکو مخالفت وکړ


د روسیې د تیلو یو بیرل ۶۰ ډالر ټاکل شوی نرخ سر له نن دوشنبې دسمبر ۵ (لیندۍ ۱۴) پلی شوی، خو روسیې ویلي چې هیڅکله به په دې نرخ خپل تیل و نه پلوري.

اروپايي ټولنې، اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي۷) او استرالیا تېره اونۍ دا نرخ وټاکه ترڅو له دې لارې په کرملین فشار زیات کړي چې له اوکراین څخه ووځي.

روسیې دا پرېکړه رد کړې او خبرداری یې ورکړی چې هیڅکله به خپل تیل د غربي قدرتونو له خوا په ټاکل شوي نرخ و نه پلوري حتی که دا یې د تیلو په تولید کې د کموالي لامل هم شي.

د کریملن ویاند دیمتري پسکوف وویل: "د روسیې له لوري د تیلو د نرخ د ټاکلو پریکړې ته غبرګون چمتو شوی دی. معلومه ده چې موږ ته زموږ د تیلو د نرخ ټاکل د منلو وړ نده."

روسیه په نړۍ کې د تیلو دوهم ستر تولیدوونکي هېواد دی. ددغه هېواد اقتصاد په تیلو او ګازو ولاړ دی چې پر اوکراین باندې د مسکو د یرغل راهیسې پرې نړیوال بندیزونه لګول شوي دي.

اوکراین د روسیې تیلو ته د نرخ ټاکلو پرېکړه ستایلې او هیله یې ښودلې چې دا کار به د روسیې اقتصادي توان ټکنی کړي. کیف له دې وړاندې غوښتنه کړې وه چې د روسیې د یو بیرل تیلو قیمت دې ۳۰ ډالر وټاکل شي.

په عین وخت کې د اوکراین جنوبي ښار خرسون ددې اونۍ په ناکراریو کې تاسیساتو او کورونو اور اخیستی او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

خرسون کې د روسیې د بریدونو دوام

په خرسون باندې د روسیې بریدونه څه باندې دوه اونۍ وړاندې وروسته له هغه زیات شول چې دا ښار د اوکرایني ځواکونو لاس ته ورغی. په خرسون ښار کې چې اوس د هوا حالت د کنګل درجې ته رسیږي، خلک برېښنا، تودوخه، او اوبه نلري.

خرسون کې هوا ډېره سړه ده او خلک برېښنا، تودوخه او اوبه نلري.
خرسون کې هوا ډېره سړه ده او خلک برېښنا، تودوخه او اوبه نلري.

راپورونه وايي چې روسي ځواکونو له دې ښار څخه د وتلو پر وخت، د ښار ډېره برخه ویجاړه کړې وه. خو اوکراینیان وایي، دوی د بریښنا رسولو سیستم یوه برخه بیرته فعاله کړې ده.

د لویدیځ ځواکمنو هیوادونو په اوکراین کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دا ډول تکتیکونه غندلي او هغه یې "بې رحمانه" بللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن وویل: "هغه هڅه کوي چې حتی سوړ ژمی د وسلې په توګه وکاروي. رڼا له منځه وړي، تودوخه بندوي، او د اوکراین خلک په تورتم کې کښینوي. او دا سړه هوا چې د څو میاشتنې ژمي پېل دی، دا عمل ډير بې رحمانه دی."

تېره میاشت په اندونیزیا کې د شلو ستر اقتصاد لرونکو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون په وخت، د امریکا ولسمشر جو بایډن او د بریتانیې صدراعظم ریشي سوناک په ګډه په اوکراین د روسیې یرغل "وحشيانه" وباله او په دغه هېواد کې د جګړې ژر تر ژره پای ته رسولو غوښتنه يي وکړه.

په دې غونډه کې د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سرګي لاوروف اوکراین پدې ملامت کړ چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره يي له حقیقته ډیر لیرې شرایط وړاندې کړي دي.

د روان کال په فبروري کې پر اوکراین باندې د روسیې پیل شوي پوځي یرغل، په میلیونونو اوکراینیان له خپلو کورونو بې ځایه کړي، ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او د نړۍ اقتصاد یې ټکنی کړی دی.

XS
SM
MD
LG