د لاس رسي وړ اتصالات

غني او شريف د طالبانو سره د خبرو په اړه غږيدلي دي


اشرف غني او نواز شریف د ترهگرۍ او سخت دریځۍ د مخنیوي په لارو چارو هم خبرې کړې دي.
اشرف غني او نواز شریف د ترهگرۍ او سخت دریځۍ د مخنیوي په لارو چارو هم خبرې کړې دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم نواز شريف د روسیې په اوفا ښار کې د شنگهایی سازمان د غونډې په ترڅ کې د افغانستان او سیمې د امنیتي وضیعت په هکله سره خبرې کړې دي.

دواړو مشرانو په روانه اونۍ کې د پاکستان په مري کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمينځ په لومړۍ مخامخ ليدنه او خبرو اطمينان څرگند کړی دی.

د امریکا غږ ډیوه رادیو د پاکستاني منابعو له مخې وایي چې د ښاغلي غني سره د لیدنې کتنې پر وخت ښاغلي شریف د افغانستان سره د مثبتو او رغنده اړيکو د ودې په اړه د پاکستان ژمنه تکرار کړې ده.

په دې خبرو کې ښاغلي غني د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ د سولې په لړ کې د پاکستان د کړنو ستائينه وکړه او هيله يې څرگنده کړه چې په دې سره به يې په هيواد کې اوږدمهاله امن او ثبات ته لاره هواره شي.

د پاکستان د صدراعظم او د افغانستان د جمهور رئیس ترمينځ په ليدنه کې د ترهگرۍ او سخت دریځۍ د مخنیوي په لارو چارو هم خبرې شوې دي.

د بریکس په غونډه کې د اشرف غني خبرې

جمهور رئیس غني د بریکس د مشرانو په ناسته کې په خپله وینا کې وویل، په افغانستان کې جنګ په سیمه کې امنیت او د دولتدارۍ سیستم تهدیدوي.

د جمهوري ریاست د دفتر په ویبپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې چې د روسیې، چین، هند، برازیل او جنوبي افریقا جمهور رئیسانو حضور درلود، ښاغلي غني زیاته کړه چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د افغانستان له پولو دباندې د چین، روسیې او د دې سیمې د ټولو هېوادونو امنیت تهدیدوي.

جمهور رئیس په دې وینا کې د ترهګرو ډلو د تشکیل لکه د داعش د تمویلونکو سرچینو، جنګیالیو او د دغو ډلو د پراختیا په هکله هم خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې د دغه تهدید د رېښو د له منځه وړلو لپاره د سیمې د هېوادونو ګډې مرستې او اقداماتو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه چې پر دې اقداماتو سربېره د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره حتمي ده چې هېوادونه په عمراني پروژو، سوداګریزو او اقتصادي مرستو زیات تمرکز وکړي.

جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړ، چې افغانستان به د رقابت او د هېوادونو پر ضد د ګټه اخیستنې ځای نه وي، بلکې د سیه ییزو همکاریو مرکز به وي.

د بریکس په غوڼډه کې داسې تمه کیږي چې د امکان په صورت کې د مالي احتیاطي بودیجې صندوق د خپلو پیسو مقدار سل ملیارده امریکایي ډالرو ته پورته کړي او ترڅنګ یی د همدې بریکس هیوادونو پرمختیایي بانک پرانیستل شي چې د نړې د پنځمې برخې اقتصاد لرونکي هیوادونه په کې برخه لري او د نړۍ ۴۰ سلنه نفوس هم د همدې سازمان په غړو هیوادونو کې ژوند کوي.

د بریکس غوڼډه د شانګهای د همکاریو د سازمان د غونډې سره جوخت پیل کیږي چې یو امنیتي بلاک دی او چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان یی غړیتوب دي. تمه کیږي چې دا ځل هند او پاکستان ته هم په دې سازمان کې غړیتوب ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG