د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د اوکراین څخه څلور نیول شوې سیمې د ځان سره یو ځای کوي


په ځینو ځایونو کې روسي ځواکونو په زور اړ ایستل چې په رای ګیرۍ کې برخه واخلي.
په ځینو ځایونو کې روسي ځواکونو په زور اړ ایستل چې په رای ګیرۍ کې برخه واخلي.

پداسې حال کې چې کرملین ویلي چې پلان لري د جمعې په ورځ په رسمي توګه د اوکراین څخه څلور نیول شوې سیمې په ځانګړو مراسمو کې د خپلې خاورې سره یو ځای کړي، خو بل پلو بیا اوکراین او متحدینو یې د روسیې دا اقدام غیر قانونی بللی او په روسیې یې د نویو بندیزونو لګولو ژمنه کړې.

د کرملین ویاند دمیترې پیسکوف پنجشنبه سپټمبر ۲۹ (تلې۷) خبریالانو ته وویل چې ټاکل شوې پدې ځانګړو مراسمو کې جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د دې څلورو سیمو لپاره د روسیې لخوا نوي ټاکل شوي مشران برخه واخلي.

روسیې پدې څلورو نیول شویو سیمو کې تیره اوونۍ د مسکو سره د یو ځای کیدو لپاره ټولپوښتنه وکړله او داسې ویل کیږي چې روسي ځواکونو خلک د ټوپک په زور اړ کړي دي چې په رای ګیرۍ کې برخه واخلي.

د اوکراین په ختیځ دونباس سیمه کې مسکو پلوه بېلتون غوښتونکو او د اوکراین د روسیې تر کنټرول لاندې د خرسون سیمې کریملین پلوه چارواکو د سپتمبر په شلمه وویل چې غواړي د سپټمبر له ۲۳ څخه تر ۲۷ پورې د روسیې د خاورې سره د یو ځای کیدو لپاره ټولپوښتنه وکړي.

په ۲۰۱۴ کې وروسته له هغه چې په ټول اوکراین کې مظاهرو د اوکراین کریملین پلوه ولسمشر له واکه لرې کړ، د ډونباس صنعتي سیمې لویې برخې د مسکو ملاتړو بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې شوې.

روسیې هغه مهال د کریمیا ټاپو وزمه له اوکراین څخه جلا او د خپلې خاورې سره یوځای کړه چې د کیف او لویدیځ له خوا پرې نیوکې وشوې او په مسکو باندې یې بندیزونه ولګول.

غبرګونونه:

غربي هیوادونو او د اوکراین متحدینو د روسیې د دې اقدام په ځواب کې پر مسکو باندې د بندیزونو خبر ورکړی.

د جرمني صدراعظم اولف شولتز په ټویټر کې لیکلي چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي ته یې ډاډ ورکړی چې د ټولپوښتنې نتیجه به په رسمیت ونه پیژني.

ښاغلي شولتز ویلي، " کوم جعلي ریفرنډمونه چې د اوکراین په غیر قانوني توګه نیول شویو سیمو کې پوتین وکړل، بې ارزښته دي."

په عین حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن ژان پییر ویلي چې روسیه پدې جعلي ټولپوښتنو سره غواړي چې ځان سره د اوکراین د دې سیمو د یو ځای کولو لپاره پلمه پیدا کړي او دا کار یې د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړاونه وبلله.

میرمن پییر وویل دا مهمه نده چې روسیه څه ډول ادعا لري خو دا سیمې به د اوکراین د خاورې برخه پاتې شي.

هغې زیاته کړه، " مونږ به په غبرګون کې د خپلو متحدینو او شریکانو سره کار وکړو چې په روسیې، د دې هیواد په افرادو او هغو ادارو اضافي بندیزونه ولګوو چې ددې اقدام ملاتړ کوي".

په عین حال کې د اروپایي کمیسیون مشرې ارسولا وان ډیر لیان ویلي چې د دې اقدام په ځواب کې به د روسیې په صادراتو نوي بندیزونه ولګوي او په کرملین د مهمو نظامي ټکنالوژیو د بندیز ساحه به لا پراخه کړي.

روسیې د اوکراین په دونیڅک، خیرسون، لوهانسک او زاپوریژیا سیمو کې چې د دې هیواد د خاورې ۱۵ په سلو کې برخه ده، ټولپوښتونه وکړله.

XS
SM
MD
LG