د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: نه غواړم روسیه د شوروي اتحاد زمانې ته وگرځي


د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین
د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین وایي نه غواړي چې روسیه بیرته د شوروي اتحاد د واکمنۍ په څیر زمانې ته لاړه شي چې واکداران به د ځای ناستي پرته د کار په دفتر کې مړه کیدل.

ولایمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ په اساسي قانون کې د بدلون راوړلو په وړاندیز روسان حیران کړل. د ښاغلي پوتین په وړاندیز کې د دولتي شورا نه پارلمان ته د واک لیږد هم شامل دی. دا به لومړنی بدلون وي چې د روسیې په اساسي قانون کې رامنځ ته کیږي، دغه قانون په ١٩٩٣ کال کې د بوریس یالتسین د واکمنۍ پر وخت جوړ شوی دی.

د ښاغلي پوتین دغه وړاندیز ددې سبب شو چې د هغه د نژدې همکار د روسیې د صدراعظم دیمیتري مډویډیف په مشرۍ حکومت استعفی وکړي.

٦٧ کلن ولادیمیر پوتین ویلي چې د لیږد پلان د هیواد لپاره اړین دی. هغه چې د دوو لسیزو راهیسې په روسیه کې واکمن دی په یوه مجلس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې غواړي په اساسي قانون کې د جمهور رئیس د واکمنۍ د مودې د محدودیت ماده لرې کړي، وویل چې نه.

ښاغلي پوتین زیاته کړه: "زما په اند دا به ډیر د اندیښنې وړ وي چې د ١٩٨٠ لسیزې دمنځنیو کلونو ته ستانه شو، کله چې به د دولت مشران یو د بل پسې د ژوند د وروستۍ ورځې پورې د کار په دفتر کې مړه کیدل، پرته له دې چې د واک د لیږد لپاره اړین شرایط رامنځ ته کړي.

د ښاغلي پوتین اشاره د روسیې کمونست مشرانو لیونید بریژنیف، یوري اندروفوف او کنستنتین چرنینکو ته وه چې ټول د کار په دفتر کې مړه شوي دي.

ولادیمیر پوتین چې په ٢٠٢۴ کې د څلورمې دورې ریاست جمهوري له پوره کولو وروسته بې واکه کیږي، وایي د واک د دوام په اړه د خلکو په اندیښنو پوهیږي: "زمونږ ډیرو خلکو ته دا د ټولنې د ثبات، د دولت د ثبات، دواړه بهرني او داخلي ثبات خبره ده او زه پرې پوره پوهیږم".

د چارو زیات شمیر څارونکي وایي د پوتین وړاندیزونه د کریملین نه د وتلو وروسته پر واک باندې د هغه د نفوذ لپاره دي. د ښاغلي پوتین منتقدین هغه پدې ملامتوي چې غواړي "د اساسي قانون کودتا" هم آهنگه کړي.

د صدراعظم له استعفی وروسته ښاغلي پوتین د روسیې د مالیاتو پو چارواکی میخائیل میشوستین د نوي حکومت په جوړولو مامور او د پنجشنبې په ورځ یې په رسمي توگه د صدراعظم په توگه معرفي کړ.

XS
SM
MD
LG