د لاس رسي وړ اتصالات

ویلادمیر پوتین د جمهوري ریاست لپاره پیشنهاد شو


ویلادمیر پوتین د جمهوري ریاست لپاره پیشنهاد شو
ویلادمیر پوتین د جمهوري ریاست لپاره پیشنهاد شو

د روسیې جمهوررئیس دیمیتري میدویدیف نن د شنبې په ورځ پیشنهاد وکړ چي صدراعظم ویلادیمیر پوتین دي په ٢٠١٢ کال کي جمهوري ریاست ته ځان کاندید کړي او په دې ډول یې جمهوري ریاست ته د ښاغلي پوتین بیا را تګ تضمین کړ.

هغه څلور کاله مخکي د قانون له مخي مجبور سو چي د جمهوري ریاست د چوکۍ نه استعفا وکړي. ښاغلي پوتین ویلي دي چي دی د ښاغلي میدویدیف په دې پیشنهاد ویاړي.

د روسیې جمهوررئیس ښاغلي میدویدیف د ( متحدي روسیې ) د واکمن ګوند کلني کانګرس ته وویل چي دی دې ته چمتو دی چي د مارچ په میاشت کي د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه وروسته دده په قول « په حکومت کي عملي کارونه شروع کړي. » ښاغلي پوتین د ګوند کانګرس ته وویل چي دی دا پیشنهاد کوي چي ښاغلی مید ویدیف دي د ګوند له خوا ځان کاندید کړي چي د پوتین د جمهوري ریاست په نوې دوره کي د صدراعظم په توګه رایي وګټي.

هغه بدلون چي د ښاغلي میدویدیف د کوششونو په نتیجه کی د روسیې په اساسي قانون کي راغلی دی، د جمهوررئیس د کار دوره یې د اوسني څلورو کالو پر ځاي شپږ کالو ته اوږده کړې ده.

XS
SM
MD
LG