د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري غوښتونکو سند چارواکي له قدرت څخه په ناوړه استفادې تورن کړل


A intelligence memo is photographed in Washington, Friday, Feb. 2, 2018.
A intelligence memo is photographed in Washington, Friday, Feb. 2, 2018.

د کانګرس د استازو د مجلس د استخباراتو کمیټې جمهوري غوښتونکو غړو د جمعې په ورځ هغه لانجمن سند خپور کړ چې پکې د اف-بي-آی د ادارې په پلټونکو تور لګول شوی دی. دوی ویلي چې پلټونکو د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرې په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې د پلټلو په جریان کې له خپل قدرت نه ناوړه استفاده کړې ده.

دغه سند چې ددې کمیټې مشر ډیوین نونیس له خوا لیکل شوی وروسته له هغه خپور شو چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ یې له محرمیت نه ایستل تصویب کړل.

ددې یاداشت زیاتره برخه د بهرنیو استخباراتو د څارلو د قانون یا فیسا پر هغه حکمونو ولاړه ده چې له مخې یې د اف-بي-آی ادارې د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د پخواني همکار کارټر پیج د څارلو په اړه اجازه درلوده.

هغه وخت د روسییې له استخباراتو سره د کارتر پیج د تماسونو په اړه اندیښنې موجودې وي.

دغه سند وايي چې د ښاغلي پیج د څارلو لپاره د فیسا په محکمه کې د اف-بي-آی د درخواستۍ اساسي برخه پرهغه دوسیې ولاړه وه چې د بریتانیا د یو پخواني مخبر کرسټوفر سټیل برابره کړې وه.

خو اف-بي-آی په دغه سند کې ددې یادونه نه وه کړي چې د ولسمشرۍ پخوانۍ کاندیدې هیلري کلنټن انتخاباتي کمپاین د سټیل د دوسیې له برابرولو سره مالي مرسته کړې او یا دا چې هغه د ټرمپ پرخلاف خبرې کړې وې.

ښاغلي ټرمپ چې د جمعې په ورځ یې په سپینه ماڼې کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل چي دغه سند ناوړه دی.

هغه وویل "زه فکر کوم دا د شرم ځای دی چې زمونږ په هیواد کې داسې شیان پیښیږي. کله چې مونږ دغه ډول او نور شیان ګورو، نو ډېر خلک باید له خپله ځانه وشرمیږي."

د دي یاداشت خپریدل د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو ترمنځ د هغه څه په اړه مبارزه لا سخته کړې ده چې په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه پلټنې د پلټونکو د خپلې خوښې تر اغیزې لاندې راغلې دي.

د اف-بي-آی ادارۍ د جمعې په ورځ یو ځل بیا وویل چې د فیسا د محکمې په وړاندې خپل مسئولیتونه جدي ګڼي، خو وايي چې ددې سند د خپریدو د مخه یې د لوستلو لپاره زیات فرصت ترلاسه نه کړ.

دغه اداره وايي چې ځینې موارد له پامه غورځول شوي چې د سند پر صحت اغیزه کوي.

ښاغلي نیونیس وویل چې د بهرنیو استخباراتو د کمیټې غړیو د عامه باور څخه جدي سرغړونې موندلې دي.

هغه وویل "کله چې د مهمو ادارو چارواکي د سیاسي اهدافو لپاره له خپل قدرت څخه استفاده کوي، نو د امریکا خلک ددې حق لري چې پوه شي. زمونږ استخباراتي او قانون تطبیق کوونکې ادارې باید د امریکایانو دفاع وکړي او ترینه ددې لپاره استفاده ونشي چې یوه یا بله ډله خپل هدف وګرځوي."

دموکراتانو په خپل وار د دغه لیک خپریدل غندلي او ویلي یې دي چې پکې له ځانګړو مواردو څخه استفاده شوې ده چې له ولسمشر سره مرسته وکړي او د ځانګړي سلاکار رابرټ مولر تر مشرې لاندې د روسیې پلټنو ته زیان ورسوي.

ښاغلي ټرمپ د خپل جمهوري ریاست په دوره کې تل شکایت کړی دی چې د روسیې پلټنې د هغه پر ضد یوه دسیسه ده.

څیړونکي وايي جمهوري غوښتونکي او ولسمشر لیواله وو چې دغه یاداشت خپور شي.

دموکراتانو همداراز ښاغلي ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې هغه دې د عدلیې وزارات د مرستیال راډ روزنسټاین او حتی د مولر د لیرې کولو لپاره لاره نه هواروي.

د وانډربل پوهنتون څیړونکي ټامس شوارټز وايي دا یو قانوني بحران رامنځته کولای شي. خو محافظه کار څیړونکي وايي دموکراتان ښايي مبالغه کوي.

ځینې دموکراتان دې موضوع ته د ۱۹۷۰ د لسیزې د واټرګیټ د هغې رسوایۍ په څیر ګوري چې په ترڅ کې یې د وخت ولسمشر ریچرډ نکسن د سپینې ماڼې په اړه ځانګړی پلټونکی لیرې کړ، خو وروسته له هغه یې پخپله استعفا وکړه چې کانګرس د ولسمشر مواخذه پیل کړه.

XS
SM
MD
LG