د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د اوکراین سره د ګډې پولې نه خپل عسکر وایستل


د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د اوکراین سره په ګډې پولې کې تازه میشتو شویو عسکرو ایستل نن جمعه، اپریل ۲۳ (وري ۳) پیل شوي.

دغو عسکرو د سرحد په شاوخوا کې نظامي تطبیقات کول چې د روسیې سره د اوکراین او لویدیځو هیوادونو د جنجال د پیدا کیدو سبب شوی و. لویدیځو هیوادونو د اوکراین په پوله د روسیې عسکرو د میشت کیدو په هکله خبرداري هم ورکړي و.

مسکو په ګډې پولې لسګونه زره عسکر ځای پر ځای کړي خو د دفاع وزارت تائید کړله چې د عسکرو ایستل پیل شوي.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، " پوځي قطعې او تشکیلات همدا اوس د سواحلو، د اورګاډي سټیشنونو او هوایي ډګرونو په لور خوځیدلي. هغوي په کښتیو، اورګاډو او پوځي ترانسپورتي الوتکو کې سپریږي. "

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د ګډې پولې نه د روسیې د عسکرو په وتلو خوښي ښودلې او په احتیاط یې ویلي چې دا کار ستونزې آسانه کوي.

خو وزیر دمیترو کولیبا خبرداری ورکړی چې " یوازې د عسکرو ایستل د ټولو ستونزو حل نشي کیدی."

ښاغلي کولیبا په اعلامیې کې ویلي، " اوکراین د ټولو همکارانو نه غواړي چې باخبره وي، حالات دې د نږدې څاري او د روسیې د مخنیوي لپاره دې لازم اقدامات وکړي. "

ناټو هم د روسیې د عسکرو ایستل مهم بللي خو د امریکا متحده ایالاتو بیا ویلي چې هغوي غواړي دا کار عملي وګوري.

خو بل پلو بیا روسیه د اوکراین سره په ګډې پولې کې د عسکرو د ځای پر ځای کیدو او نظامي تطبیقاتو په هکله د لویدیځو هیوادونو اندیښنې ردوي او وایي که لویدیځ هیوادونه عینې نیت ولري، جمهور رئیس ولادیمیر پوتین چمتو دی چې اړیکې ورسره بهتره کاندي.

د کرملین ویاند دمیترې پیسکوف ویلي، " په روسیه کې دننه د عسکرو خوځښتونه هیچا ته ګواښ ندی."

XS
SM
MD
LG