د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې څه باندې ۱۰زره سرتیري د اوکرین د سرحد نه بیرته خپلو اډو ته ستانه شول


د روسیې ځواکونو د اوکراین سره په ګډې پولې کې نږدې یوه میاشت نظامي تطبیقات وکړل.

د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې څه باندې ۱۰ زره سرتیري چې د اوکراین پولې سره نږدې یې تقریباً یوه میاشت په نظامي تطبیقاتو کې برخه اخیستې وه، خپلو دایمي اډو ته ستانه شول.

دا سرتیري پداسې حال کې بیرته خپلو نظامي اډو ته ستانه شول چې لویدیځ هیوادونه په مسکو تور لګاوه چې پخپل ګاونډی هیواد (اوکراین) یې د یرغل کولو پلان درلود.

د مسکو د دفاع وزات په اعلامیې کې ویل شوي چې د جنوبې نظامي حوزې لپاره ځواکونو په روستوف، کرسنادوار او کرایمیا کې نظامي تطبیقات وکړل، هغه سیمه چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د ځان سره یو ځای کړله.

په اعلامیې کې ویل شوي چې ددې سرتیرو تر ستنیدو وروسته به د نوي کال د رخصتیو د ورځو لپاره د تیارسۍ قطعې چمتو وي.

روسیې د اکټوبر په میاشت کې د اوکراین سره په ګډې پولې تقریباً ۹۳ زره سرتیري ځای پر ځای کړي و خو په اوس وخت کې دا شمیر ۱۰۴ زرو ته پورته شوی و.

غربي هیوادونو په روسیې تور لګولی و چې دا سرتیري یې په ګاونډي هیواد اوکراین چې د پخواني شوروي اتحاد غړی و، د احتمالي یرغل کولو په خاطر ځای پر ځای کړي .
خو روسیه بیا وایي چې د پراخې حملې پلان نلري او دا خپل حق بولي چې پخپلې خاورې کې خپل عسکر هر څرنګه چې مناسب وي له یو ځای څخه بل ځای ته ولیږدوي.
مسکو د خپلو امنیتي اندیښنو په هکله غربي هیوادونو ته خپل وړاندیزونه هم ورکړی چې یو یې د ناټو په سازمان کې نویو هیوادونو ته غړیتوب نه ورکول دي چې اشاره یې ګاونډي اوکراین ته ده او بله غوښتنه یې د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې د متحده ایالاتو لخوا د نظامي اډو نه جوړول دي.

د اوکراین پر سر د غربي هیوادونو او روسیې تر منځ اړیکې دومره خرابې شوې وې چې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د همدې تیرې چارشنبې په ورځ د هغه څه په مقابل کې چې ښاغلي پوتین د "لویدیځ تیري کوونکي دریځ" وباله، د مناسبو غچ اخیستونکو نظامي اقداماتو خبرداری ورکړ خو وروسته چې متحده ایالاتو وویل د مسکو د امنیتي اندیښنو په هکله خبرو ته چمتو دي، جمهور رئیس پوتین هم خپل دریځ نرم کړ.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي وویل چې واشنګټن د مسکو سره د جنوري د میاشتې په لومړیو شپو ورځو کې دوه اړخیزو او ګڼو چینلونو د لارې خبرو ته چمتو دی.

د واشنګټن د څرګندونو نه وروسته د جرمني حکومت هم اعلان وکړ چې د بل کال په پیل کې د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ ملاقات کیږي.


XS
SM
MD
LG