د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه غواړي په عصري پوځ خپل زور وښیي


یواځې تیر کال روسیې ۴٨ میلیارده ډالر پر دفاعي چارو لگولي دي
یواځې تیر کال روسیې ۴٨ میلیارده ډالر پر دفاعي چارو لگولي دي

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین غواړي خپل ځواک په داسې نویو پوځي وسلو او وسایطو تمثیل کاندي چې د تیر شوروي اتحاد د واکمنۍ راهیسې یې ساری نه دی لیدل شوی.

روسیې د سوریې سواحلو ته یوه الوتکه لیږدونکې بېړۍ استولې او هر کال په سلگونو نوې جت الوتکې، میزائیل او ټانکونه په کار اچوي.

په ٢٠٠٨ کال کې د گرجستان سره د جگړې وروسته روسیې پراخ پوځي اصلاحات پیل کړل چې خپل مخ په زوال او کمزوری روحیه لرونکی پوځ په داسې یو ځیرک او فعال پوځ بدل کړي چې په اوکراین او سوریه کې د چټک عمل جوگه وي.

د اسوشیتید پرس اژانس لیکي چې هغه ورځې تیرې شوي چې روسیې د اقتصادي کړکیچ په وجه په لسگونو جنگي بېړۍ ماتې او پرزه پرزه کړې او د خپل هوایي پوځ زیاته برخه یې غیر فعاله کړه.

د مسکو د کارنیگي تحقیقاتي مرکز رئیس دمیتري ترینین وایي "پوځي اصلاحات روسیې، کریملین او پوتین ته د بهرنۍ پالیسۍ لپاره داسې وسیله شوه چې دې هیواد په شاوخوا ٢٥ کلونو نه درلوده".

اژانس لیکي چې دې حقیقت د مسکو او واشنگټن پر اړیکو سیوری اچولی. اوس عمده پوښتنه داده چې آیا پوتین به په یو اړخیزه توگه په لانجمنو سیمو کې پوځي عمل وکړي او که د امریکا د منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ واکمن کیدو سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ یو نوی پړاو پیل شي.

متقاعد جنرال میکل فلین چې د ښاغلي ټرمپ له لورې د ملي امنیت د سلاکار په توگه نومول شوی، وایي هغه روسیې ته په سوریه او نورو ځایونو کې د یو ممکن پوځي شریک په توگه گوري.

نن ورځ د ښاغلي پوتین پوځي تاقت د پخواني شوروي اتحاد د زوال د ورځو برخلاف پوره ځواکمن دی. هغه وخت روسیې ته د پخواني شوروي اتحاد نه یو څلور میلیوني ځواک په میراث پاته شو چې په سختۍ سره یې اعاشه او اباته کاوه.

روسیې په چټکۍ سره د خپلو سرتیرو شمیر یو میلیون ته راټیټ کړ او بیا د ٩٠ لسیزې په ټول وخت کې په چیچنیا کې د یاغیانو په وړاندې په جگړه بوخته وه. د کوچني جمهوریت گرجستان سره په پنځه ورځنۍ جگړه کې روسي ځواکونه د عصري وسلو او وسایطو نه محروم وو او یو لړ تلفات یې هم ولیدل. ددغه وروسته والي په وجه پوتین او پوځي قواندانانو د پوځ د اصلاحاتو او لگښتونو یو جدي پروگرام پیل کړ.

اسوشیتید پرس لیکي چې یو ډیر مهم بدلون پخپله د سرتیرو په استعداد پورې مربوط دی. د روسیې وگړي د ١٨ او ٢٧ کلونو ترمنځ یو کال په پوځ کې جبري خدمت کوي، خو روسیه په پرله پسې توگه رضاکاران لږ تر لږه د دوو کلونو لپاره په پوځ کې جذبوي او په یو حرفوي پوځ ټینگار کوي.

ددې وروستۍ لسیزې په پیل کې کریملن تر ٢٠٢٠ پورې پر دفاعي چارو باندې د ٢٠ تریلیون روبلو د لگولو هوډ وکړ چې څه دپاسه ٣٠٠ میلیارده ډالر کیږي. دغه تعهد تر ډیره حده په روسیه کې د اقتصادي بحران او د تیلو د ټیټې بیې سره سره عملي شوی.

یواځې تیر کال روسیې ۴٨ میلیارده ډالر پر دفاعي چارو لگولي دي چې د ٢٠١۴ کال په پرتله ٢٥ فیصده زیات دي او د روسیې د ټولې بودجې څه دپاسه پنځه فیصده کیږي. روسي ځواکونو ٣٥ نوی اتومي سرگولوله لرونکي انترکانتینینتل بالستیک میزایل، ٢۴٠ جنگي الوتکې او هیلکوپترې او نژدې ١٢٠٠ ټانکونه او نور پوځي زرې وسایط ترلاسه کړي دي چې دغه پوځي وده د پخواني شوروي اتحاد د وخت راهیسې بیسارې ده.

د چارو څیړونکي خبرداری ورکوي چې د ښاغلي پوتین ځواکونه ښایي نور هم په سوریه، اوکراین او نورو ځایونو کې په دې تمه آزاد عمل وکړي چې ښاغلی ټرمپ به د روسیې سره د مقابلې پر ځای د هغې سره خپلې معاملې ودروي.

XS
SM
MD
LG