د لاس رسي وړ اتصالات

میډویدیف: روسیه د ځان ساتلو لپاره د 'خورا پیاوړو' وسلو تولید زیاتوي 


د روسیې پخواني ولسمشر او ددې هیواد د امنیت د شورا بر حاله مرستیال دیمیتري میډویدیف د روسي پوځیانو سره
د روسیې پخواني ولسمشر او ددې هیواد د امنیت د شورا بر حاله مرستیال دیمیتري میډویدیف د روسي پوځیانو سره

د روسیې پخواني ولسمشر او ددې هیواد د امنیت د شورا بر حاله مرستیال دیمیتري میډویدیف د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۰) وویل چې هیواد یې په اروپا، متحده ایالاتو او استرالیا کې د دښمنانو څخه د ځان ساتلو لپاره د نوي نسل وسلو تولید ته وده ورکوي.

میډویدیف د ټیلیګرام د پیغام رسولو په اپلیکیشن کې لیکلي: "موږ د ویجاړونکو خورا پیاوړو وسیلو تولید ته وده ورکوو."

ښاغلي میډویدیف زیاته کړې چې "زموږ دښمن نه یوازې زموږ د ټاټوبي مالوروسیا [د تزار تر واکمنۍ لاندې د روسیې د امپراطورۍ اړونده ساحه] په کیف ولایت کې دی، بلکې دا په اروپا، شمالي امریکا، جاپان، آسټرالیا، نیوزیلینډ او یو شمیر نورو ځایونو کې دي چې نازیانو ته یې د وفادارۍ ژمنه کړې."

میدویدیف، چې د روسیې د امنیت شورا د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي، ددغو وسلو په اړه جزئیات ورنه کړل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مکرر ډول ویلي چې روسیه د هایپرسونیک وسلو په شمول نوي ډول وسلې جوړوي چې هغه پرې ویاړي چې د توغندیو د ټولو موجودو دفاعي سیسټمونو نه تیریږي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن تیره ورځ د متحده ایالاتو د ستراتیژیکې قوماندانۍ په مرکز کې د خبرو پر مهال خبرداری ورکړ چې مسکو او بیجنګ دواړه د خپلې اتومي جبه خانې په پراخولو او عصري کولو بوخت دي.

ښاغلي آسټن د روسیې په ولسمشر ولادمیر پوتین انتقاد وکړ چې په اوکراین د یرغل راپدیخوا یې ځو ځله د خپل اتومي ځواک په هکله خبرې کړي چې په وینا یې د هغه [پوتین] دا کار "غیر مسؤلانه" دی.

وروسته له هغه چې پوتین د فبرورۍ په ۲۴ اوکراین ته سرتیري واستول، ۵۷ کلن میډویدوف په منظمه توګه په ټولنیزو رسنیو کې په مبالغه کوونکي لیکنې کوي.

پداسې حال کې چې مسکو د لویدیځ تر ملاتړ لاندې اوکراین باندې یرغل ته دوام ورکوي، پوځي په ټپه دریدلي حالت یې دا ویره رامنځته کړې چې روسیه ښایي د پوځي بریالیتوب لپاره د خپلو اټومي وسلو څخه کار واخلي.

ښاغلي پوتین د جمعې په ورځ وویل چې روسیه د خپلو پوځي کړنلارو په اساس ښایي د دښمن د بې وسلې کولو لپاره د تکتیکي وسلو څخه کار واخلي چې اشاره یې په څرګنده د اټومي وسلو استعمال ته وه.

د کرملین مشر ادعا وکړه چې د روسیې کروز توغندي او هایپرسونیک سیسټمونه د متحده ایالاتو په پرتله "ډیر عصري او حتی ډیر موثر" دي.

روسیه په نړۍ کې تر ټولو ډیرې اتومي سر ګلولې لري. دا هیواد ۵۹۷۷ دا ډول وسلې لري او ورپسې متحده ایالات په دویم مقام کې دی چې په اټکلي توګه ۳۸۰۰ اتومي سرګلولې لري.

د روسیې او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیکو وسلو د کمولو په تړون خبرې چې هدف یې د دواړو هیوادونو له لوري د اتومي وسلو د شمیر کمول دي، د فبروري د ۲۴ مې راپدیخوا چې روسیې په اوکراین یرغل وکړ، په ټپه ولاړې دي.

دا رپوټ د فرانس پرس اژانس د خبر په اساس جوړ شوی دی

XS
SM
MD
LG