د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د قطر په منځګړتوب ځیني اوکرایني ماشومان بېرته ستانه کړل 


یو اووه کلن اوکرایني ماشوم د خپلې نیا تر څنګ ناست دی
یو اووه کلن اوکرایني ماشوم د خپلې نیا تر څنګ ناست دی

قطر د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تلې۲۳) اعلان وکړ چې روسیې یو شمېر اوکرایني ماشومان بیرته خپلو کورنیو ته ستانه کړل او دغه ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.

دا د زرګونو هغو اوکرایني ماشومانو د ستنولو د بهیر پیل بلل کېږي چې د چارواکو په وینا روسیې په اوکراین باندې له یرغل وروسته په زوره نیولي دي.

د قطر په منځګړتوب د ماشومانو د ستنولو په اړه خبرو څو میاشتې وخت ونیوه. هغه مقامات چې په دې مسئلې خبر دي وایي چې څلور ماشومان چې عمرونه یې د ۲ او ۱۷ کلونو ترمنځ وو، د یو جوړ جاړي په اساس له خپلو کورنیو سره یو ځای شول او دا د نورو ماشومانو د ستنولو لپاره یو ښه پیل دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې «د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې په خپل سفارت کې د دغو ماشومانو ساتل تسهیل کړل، خپل منزل ته یې ورسول او د هغوی خوندیتوب، ارامتیا او روغتیا یې تضمین» کړل.

د جرمونو نړیوالې محکمې د مارچ په میاشت کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین د نیولو حکم صادر کړ، دغه محکمه پوتین تورنوي چې له اوکراین څخه «د ماشومانو د ناقانونه تبعید د جنګي جرم مسئول» دی.

په همدې حال کې د اوکراین پوځ وايي چې روسیې په اوکراین باندې په تازه بریدونو کې پنځه میزایل توغولي او د بې پیلوټه الوتکو ۱۲ بریدونه یې پرې کړي دي. د اوکراین پوځ وايي د روسیې دوه میزایل خنثی کړي او ۱۱ بې پیلوته الوتکې یې وېشتلي دي.

د دغه راپور ځینې معلومات د رویټرز له خبري اژانس څخه اخیستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG