د لاس رسي وړ اتصالات

د حماس-اسرائیل جګړه؛ پوتین د اسرائیل، فلسطین، ایران، سوریې او مصر د مشرانو سره تماس نیولی


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې ختمولو په هڅه کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تله ۲۴) د ایران په ګډون د سیمې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره خبرې کړې دي.

روسیې، چې له ایران، حماس او د سیمې له ځینو هېوادونو سره رابطه لري، تل امریکا تور لګوي، چې متحدو ایالتونو او لویدیځ د ۱۹۶۷ د سرحدي حدودو او د فلسطین د یو مستقل هېواد د اړتیا موجودیت له پامه غورځولي دي.

د روسیې جمهوري ریاست ویلي‌ چې پوتین د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي او د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره خبرې کړې او ټاکل شوې چې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره هم خبرې وکړي.

کرملین له رييسي او اسد سره د پوتین د خبرو ډېر جزیات نه دي خپاره کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف پوتین ته ویلي‌ چې حالت خراب دی او ممکن اسرائیل ځمکني عملیات پیل کړي. هغه وویل: «ګواښ دومره زیات دی چې ممکن دا ټوله جګړه له کنترول څخه ووځي.» له ریابکوف سره د روسیې د استخباراتو او پوځ مشران هم وو چې له پوتین سره یې غونډه وکړه.

ټاکل شوې چې پوتین په همدې اونۍ کې له خپل چینایي سیال شي جینپینګ سره د همکاریو د ډېروالي په هدف وویني. روسیه او چین د امریکا د متحدو ایالتونو ستراتېژیک سیالان ګڼل کېږي. دا دواړه هېوادونه، چې د امنیت شورا غړي‌ هم دي، ویلي دي د ددغې شخړې عمده ټکی دا دی چې فلسطینیان عدالت ته کم لاسرسی لری.

فلسطینیان په لویدیځه غاړه او غزې تړانګه کې خپل دولت غواړي‌، داسې دولت چې ختیځ بیت المقدس یې پلازمینه وي، خو اسرائیل د ۱۹۶۷ کال په جګړې کې دا ټولې سیمې ونیولې.

د روسیې دولتي رسنیو د کرملین د بهرنۍ تګلارې مشاور یوري یشاکوف له خولې لیکلي دي چې مسکو د جګړې سمدستي بندېدل او د سیاسي جوړ جاړي د بهیر پیل کېدل غواړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په اسرائیل کې د «وینې تویدو» د بندولو غوښتنه وکړه او له خپل روسي سیال یې سره د خبرو وړاندیز وکړ، هغه وايي چې باید د نړۍ زبر ځواکونه په دغه برخه کې مهم رول ولوبوي چې د انساني کړکیچ مخه ونیول شي.

د حماس ډلې څو ورځې مخکې په اسرائیل باندې د ځمکې، هوا او اوبو له لارې بریدونه وکړل او څه باندې ۱۵۰۰ اسرائیلیان یې ووژل او یو شمېر نور یې یرغمل کړل. اسرائیل له دغو بریدونو وروسته په غزې باندې هوایي بمبارۍ کړي چې د چارواکو په وینا څه باندې ۲۵۰۰ کسان په کې وژل شوي دي. اکثریت قربانیان ولسي خلک دي.

اسرائیل په غزې کې ۱.۱ میلیون خلکو ته ویلي دي چې سیمه تخلیه کړي، اسرائیل د ځمکنیو عملیاتو تابیا نیولې چې هدف یې د حماس تباه کول ښودل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG