د لاس رسي وړ اتصالات

په ختیځ اوکراین کې نوې جګړه به اوکراین نابود کړي - روسیه


د اوکراین ختیځ ډانباس
د اوکراین ختیځ ډانباس

روسیې خبرداری ورکړی چې د اوکراین په جنګ ځپلي ختیځ کې د نوې جګړې د پیل کیدو هره هڅه کیدای شي اوکراین نابود کړي.

د روسیې د تاس اژانس د رپوټ له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ اپریل لومړۍ نیټې (وري ۱۲) ویلي چې هر هغه هڅه چې د اوکراین په ختیځ جګړه ځپلې ډاان باس سیمه کې نوې پوځي شخړه پیل کړي ښایي د اوکراین په له منځه تللو تمام شي.

د رویترز اژانس وایي دغه څرګندونې پداسې حال کې کیږي چې په روانه اونۍ کې د اوکراین د پوځ لوی درستیز مسکو پدې ملامت کړ چې ګډې پولې ته څیرمه یې ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د اوکراین لوی درستیز وویل چې روسیه پلوه جلاغوښتونکي په سیستماتیکه توګه د اوربند څخه سرغړونه کوي.

کرملین د پنجشنبې په ورځ وختي ویلي وو چې د اوکراین سره د روسیې پولې ته نژدې د روسي سرتیرو او پوځي وسایطو تحرکات د مسکو د خپل ځاني امنیت په خاطر دي او بل هیچا ته ګواښ ندی.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ مارچ ۳۱د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر سره په تلیفوني تماس کې «د روسیې د روان تیري په وړاندې» د اوکراین د خاورې د بشپړتیا څخه د واشنګټن په ملاتړ ټینګار وکړ.

همداشان د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر نن د اپریل په لومړۍ نیټه د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ته په ختیځ اوکراین او کریمه جزیره کې د روسیې د «سیستماتیک تیري» په هکله خبرې وکړې.

مسکو او کیف پدې وروستیو اونیو کې یو بل د ختیځ اوکراین په ډان باس سیمه کې تاوتریخوالي ته په لمن وهلو ملامت کړي دي، چیرته چې د اوکراین د رسمي شمیرو له مخې په ۲۰۱۴کې د اوکراین د پوځ او د هغو قواو ترمنځ شخړه کې چې روسیه یې ملاتړ کوي شاوخوا ۱۴زره کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG