د لاس رسي وړ اتصالات

لویدیځ ته د روسیې خبرداری: سټلایټونه مو په نښه کولی شو


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړي چارواکي پنجشنبه اکټوبر ۲۷ (لړم ۵) متحده ایالاتو او متحدینو ته یې خبرداری ورکړی که د اوکراین په جګړې کې ښکېل شي، سوداګریز سټلایټونه به یې ښایي د روسیې لپاره د برید کولو په خاطر مشروع اهداف شي.

د بهرنیو چارو په وزارت کې د اتومي وسلو د نه خپرولو او وسلو د کنټرول د چارو د ریاست مرستیال کانسټانټین ورونسټوف ملګرو ملتونو ته په وینا کې دا هم ویلي چې متحده ایالات او متحدین یې کوښښ کوي د فضا څخه په ګټې اخیستو د لویدیځو هیوادونو تسلط قوي کړي.

د روسیې دې جګپوړي چارواکي پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې د اوکراین سره د مرستې لپاره د غربي هیوادونو لخوا د سټلایټونو څخه کار اخیستل خطرناک دي.

ښاغلي ورونسټوف وویل چې د لویدیځو هیوادونو دا کړنې پاروونکي دي. هغه زیاته کړه، "نیمه ملکي تاسیسات به ښایي د غچ اخیستونکو بریدونو لپاره مشروع اهداف وي".

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت دې چارواکي په ځانګړې توګه د کوم سوداګریز سټلایټ نوم وانخیست خو د امریکایي شرکت (SpaceX) مشر ایلن مسک د همدې روانې اکټوبر میاشتې په سر کې ویلي و چې په اوکراین کې د خپل انټرنیټي خدماتو برابروونکي شرکت سره مالي مرستې د "ښو کړنو" د ضرورت له کبله جاري ساتي.
روسیه په نړۍ کې لومړنی هیواد دی چې په ۱۹۵۷ کال کې د (سپټنیک -۱) په نامه سټلایټ فضا ته واستوه او همدرانګه یې په ۱۹۶۱ کال کې د لومړي ځل لپاره انسان فضا ته ولیږه.

د متحده ایالاتو او چین په ګډون روسیه په فضا کې د عملیاتو کولو پراخه وړتیا لري.

روسیې همدرانګه په ۲۰۲۱ کال کې د سټلایټ ضد یو توغندی وار کړ چې خپل یو سټلایټ پرې له منځه یوسي.

روسیې پداسې حال کې دا خبردرای ورکړی چې تر دې وړاندې مسکو ادعا کړې، چې اوکراین د یو «چټل بم» په جوړولو بوخت دی او د روسیې پر ضد یې د کارولو لپاره چمتووالی نیسي.

خو پوښتنه دا ده چې ناوړه یا چټل بم څه شی دی او د کومې موخې لپاره کارول کېدی شي.

چټل بم په اصل کې یو دودیز بم دی چې لږ مقدار رادیو اکتیف، بیولوژیکي یا کیمیاوي مواد لري چې د چاودنې په وخت کې په سیمه کې خپریږي.

په دې ډول بم کې کله چې رادیو اکتیف مواد وکارول شي، دا د راډیو اکتیف موادو د خپریدو وسیله یا چټل بم بلل کیږي.

تر اوسه هیچا او په هیڅ ځای کې دا ډول بم نه دی چولی، خو داسې شکونه شته چې ښايي اورپکو د دا ډول بم جوړولو هڅه کړې وي.

سره له دې چې تر اوسه په هیڅ ځای کې چټل بم نه دی چول شوی، ګومان کېږي چې په بروکسل کې د ۲۰۱۶ کال د تروریستي بریدونو عاملینو هڅه کوله چې یو چټل بم جوړ کړي.

په عین حال کې کرملین ویلي چې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د چارشنبې په ورځ له لیرې څخه د ستراتیژیکو اټومي ځواکونو نظامي تمرینات وکتل. دا تمرینات پداسې شکل شوي چې څنګه د مسکو په قول "ستر اتومي برید" ته ځواب وویل شي.

د روسیې په سرکاري ټلویزیون کې ښاغلی پوتین ښودل کیږي چې دا تمرینات د تلویزیون په یوې سترې پردې ګوري. د روسیې د دفاع وزیر سرګې شویګو ویلي چې په نظامي تمریناتو کې د اتومي اوبتلونو، د اوږد واټن جنګي الوتکو برخه اخیستې وه چې د کروز او بالاستیک توغندیو ګڼ شمیر آزموینې هم پکې وشوې.

XS
SM
MD
LG